پاکستان وايي پر افغان طالبانو یې فشار راوړی چې خپل پسرلني بریدونه ودروي او له افغان حکومت سره د سولې خبرې وکړي.
یو لوړ پوړی پاکستاني چارواکی داسې مهال دا خبره کوي چې د طالبانو استازي او د افغانستان د سولې د عالي شورا غړي د غیر رسمي خبرو لپاره په قطر کې را ټول شوي دي.
په دوحې کې د پګواش په دوه ورځني نړیوال کنفرانس کې د طالبانو استازي، د افغان حکومت د سولې مذاکره چیان او نور فعالان د سولې د راوستلو پر لارو چارو "ازاد بحث " کوي.
د یکشنبې په ورځ د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت سکرتراعزاز احمد چوهدري امریکا غږ ته وویل چې هېواد یې په قطر کې د سولې د غیر رسمي خبرو هر کلی کوي، خو له طالبانو غواړي چې له سوله اییزې لارې خپل هدفونه تعقیب کړي.
ده وویل " زموږ پیغام ډېر روښانه دی، طالبان باید خبرې وکړي. که هغوی خبرې وکړي او په افغانستان کې د سولې په راوستلو کې ونډه واخلي، دا به زموږ او د سیمې لپاره یو غوره کار وي."
ښاغلي چوهدري وویل پاکستان، په افغانستان کې سوله او ثبات غواړي.
په پاکستان کې چارواکي وايي دوی د قطر د خبرو نتېجې ته په " بې صبرۍ سره انتظار " کوي، او اسلام اباد په افغانستان کې د جنګ جګړو د ختمولو لپاره د هرې سوله اییزې هڅې ننګه کوي.
پاکستان تورن دی چې په افغانستان کې د روانې جګړې اور ته لمن وهي، په پټه له طالبانو سره مرسته کوي او هغوی ته یې اجازه ورکړې ده چې په پاکستان کې د ننه، پر افغان او بهرنیو ځواکونو او حکومتي ودانیو د بریدونو پلانونه جوړ کړي.
خو، تېره اونۍ اسلام اباد په لومړي ځل په افغانستان کې د طالبانو د پسرلني بریدونو په ترڅ کې" روان تاوتریخوالی " وغنده او ویې ویل چې سوله او بیا پخلاینه د ستونزې یوازېنۍ لار ده.
په قطر کې د ساینس او نړیوالو چارو دغه غونډه، د پګواش د کنفرانس په نامه یوې نړیوالې ډلې، د ملګرو ملتونو په مرستې بللی او جوړ کړی دی.
د طالبانو ویاند د امریکا غږ ته ویلي چې په کنفرانس کې د دوی ګډون له کابل سره د سولې د خبرو په معنی نه دی.