د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان یوې محکمې د ټیک ټاک اپلکیشن د بندولو حکم وکړ


د پاکستان د مخابراتو ادارې د ټیک ټاک اپلکیشن نه کار اخیستل د محکمې د حکم په اساس د "غیر اخلاقي او مبتذلو" محتویاتو د خپرولو په وجه ممنوع اعلان کړل.

د پاکستان د مخابراتو ادارې ویاند خرم مهران، د پنجشنبې په ورځ مارچ ۱۱ (کب ۲۱) د رویټرز خبري اژانس ته وویل چې: "محکمې د پاکستان د مخابراتو ادارې څخه غوښتي چې ټیک ټاک ته لاسرسی بند کړي". هغه زیاته کړه چې دغه اداره د محکمې د حکم په اساس عمل کوي.

د پاکستان د مخابراتو ادارې وکیل جهانزیب محسود، وویل چې په پیښور ښار کې یوې عالي محکمې په ټیک ټاک اپلیکیشن کې د "غیر اخلاقي او مبتذلو" محتویاتو د خپریدو په اړوند د یو خصوصي شکایت د ترلاسه کولو وروسته ددغه اپلیکیشن د بندولو حکم صادر کړ.

په پاکستان کې د ټیک ټاک یو استازي وویل چې په سیستم کې د نامناسبو محتویاتو د خپریدو د مخنیوي لپاره قوي فلترونه شته.

د ټیک ټاک استازي په یو بیان کې وویل چې په پاکستان کې یې د ټولنې د لارښونو ضد محتویاتو د رپوټ کولو او حذف کولو لپاره د انډول د رامنځ ته کولو ټیم ګمارلی دی او زیاته کړې یې ده چې: "مونږ په پاکستان کې ټیک ټاک میلیونونو سمو کارونکو ته د خدمت لپاره په لیوالتیا انتظار یو چې د نوښتونو او سرګرمۍ لپاره یو کور پیدا کړي."

پاکستان له دې دمخه د تیر کال په اکتوبر کې د ټیک ټاک اپلکیشن نه استفاده کول منع کړي وو، خو وروسته له هغې چې دغه شرکت د مبتذلو محتویاتو د خپرونکو د حسابونو د بندولو ژمنه وکړه، بیرته یې ورته د فعالیت اجازه ورکړه.

د ټیک ټاک اپلکیشن چې په بیړه وده کوي د چینایي بیټي ډانس ډلې پورې اړه لري چې په ټوله نړۍ کې شاوخوا یو میلیارد کارونکي لري.

دغه اپلکیشن په زیات شمیر هیوادونو کې د نظر له اختلافونو سره مخامخ شوی او د ځنې هیوادونو مقامات اندیښمن دي چې دغه اپلکیشن د کارونکو معلومات د چین له حکومت سره شریکوي خو ټیک ټاک بیا دغه ادعا په وار وار رد کړې ده.

XS
SM
MD
LG