د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان وايي د ډیورنډ په کرښې د کټارو لګول ګټه نلري


پاکستان ځه باندې یوه میاشت مخکې د افغانستان سره خپله پوله تړلې وه.
پاکستان ځه باندې یوه میاشت مخکې د افغانستان سره خپله پوله تړلې وه.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د یکشنبې په ورځ وویل چې پاکستان په دې اړه د افغانستان له حکومت سره خبرې ندي کړي.

د وزرات د ویاند مرستیال خیرالله ازاد وویل د افغانستان حکومت له پاکستان څخه غواړي چې د ډیورند کرښې ته څیرمه سیمه کې هر اقدام باید د افغان حکومت سره په تفاهم کې وشي.

نوموړي وویل"د افغانستان حکومت د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې هر ډول اقدام چې د دواړو حکومتونو د موافقې پرته ترسره شي، غیر موثره، بیکاره، نه عملي کیدونکی او بې نتیجې بولي. په همدغه اساس د پاکستان څخه د افغان حکومت غوښتنه دا ده چې هر ډول اقدام چې کوي باید د افغانستان د حکومت په موافقه یې وکړي".

پاکستان وایي افغانستان سره يې پر ډيورنډ کرښې، چیرې چې ویل کیږي یاغیان له پولي اوړلي او بریدونه ترسره کوي د غزن تار لگول پیل کړي دي.

دا اقدام به د پاکستان سره د افغانستان اړیکې نورې هم خړې پړې کړي چې د استعماري عصر سرحد یې هیڅ کله ندی منلی.

د پاکستان د پوځ لوی درستیز قمر جاوید باجوه د شنبې په ورځ وویل چې دا کټارې به لومړی په مومندو او باجوړ کې چې وسله وال پرې په اسانۍ تګ راتګ کولی شي، لګول کیږي. جنرال باجوه دغه خبره د شنبې په ورځ قبایلي سیمو ته د خپل سفر په مهال وکړه.

د پاکستان د پوځ په اعلامیې کې ویل شوي چې له افغان چارواکو سره د پولې په شاوخوا کې د امنیت د ښه والي لپاره خبرې روانې دي.

خو د افغانستان د کورنیو چارو وزرات ویاند نجیب دانش وایي مسولینو تر اوسه پورې د سرحد په اوږدو کې ساختمانی کار ندی لیدلی خو که داسې وي نو د دغې پروژې مخه به ونیسي.

"زمونږ لپاره د کتارې جوړول یا بل ساختمانی کار د منلو وړ ندی او هیچ چا ته به د دې کار اجازه ورنکړو."

افغان حکومت مخکې هم پر ډیورنډ کرښې د هر ډول موانع جوړول غندلي وو. پاکستان دا اقدام داسې مهال کوي چې له افغانستان سره یې اړیکې تر پخوا خرابې شوي دي.

څه موده مخکې پاکستان د لال شهباز زیارت کې له چاودنه وروسته چې لسګونه کسان پکې ووژل شول د تورخم او چمن دروازې وتړلې. خو په وروستیو کې یې یو وار بیا پرانیستې.

پاکستاني چارواکي ادعا کوي چې د دغه برید تنظيمونکي په افغانستان کې فعالیت کوي، خو افغان حکومت دا ادعا نه مني او وايي چې د دروازو بندول د حل لاره نه ده.

XS
SM
MD
LG