د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان له امریکا سره د ترهګرۍ په ضد مبارزې د خبرو کوربه دی 


تصویر: ارشیف
تصویر: ارشیف

ټاکل شوې چې پاکستان د ترهګرۍ په ضد مبارزې کې له متحدو ایالتونو سره د دوه-ورځنیو خبرو کوربه وي چې سبا دوشنبه مارچ شپږمه (کب۱۵) پیلېږي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د «ترهګرۍ عمومي ګواښ» دواړو هېوادونو ته مخامخ دی او په دې خبرو کې به د ترهګرۍ په ضد د همکارۍ په لارو چارو بحثونه کېږي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي چې د ترهګرۍ سره د مبارزې د څانګې سرپرست کریستوفر لنډبرګ به په دې خبرو کې د امریکايي پلاوي مشر وي.

په خپرې شوې اعلامیې کې ویل شوي دي:«دا دوه ورځنی ډیالوک به دواړو خواو ته یو فرصت په لاس ورکړي چې د ترهګرۍ سره د غوره مبارزې په برخه کې خپل نظریات او تجارب شریک کړي.»

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت تېره اوونۍ په یوې اعلامیې کې ویلي وو چې د غونډې ګډونوال به د «سرحد د امنیت او د ترهګرۍ د مالي سرچېنو سره د مبارزې په ګډون په مهمو برخو کې د همکارۍ لپاره تګلارې» مخې ته کړې.

دا خبرې داسې مهال کېږي چې په دې وروستیو کې د پاکستان په امنیتي او دفاعي ځواکونو باندې یو لړ بریدونه شوي چې د اکثریت مسئولیت یې پاکستاني طالبانو منلې ده.

پاکستاني مقامات ادعا کوي چې پاکستاني طالبان د افغان طالبانو تر حاکمیت لاندې پټنځایونه لري او په پاکستان کې بریدونه پلانوي، خو د افغان طالبانو حکومت دا ادعا ردوي.

څو ورځې مخکې د پاکستان د دفاع وزیر په مشرۍ یو پلاوی افغانستان ته ولاړ او د نورو مسائیلو تر څنګ یې د پاکستاني طالبانو په اړه یې هم له افغان طالبانو سره خبرې کړې وې.

امریکا او ځینې نور هېوادونه له افغان طالبانو غواړي چې پرېنږدي تروریستي ډلې د افغانستان له خاورې د نورو هېوادونو په ضد د بریدونو لپاره کار واخلي. د طالبانو حکومت په وار وار دا خبره کوي چې د افغانستان خاوره به د نورو په ضد نه کارول کېږي.

XS
SM
MD
LG