د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا د ترهګرۍ سره د مبارزې ادارې سرپرست پاکستان ته ځي، په امنیتي مسایلو خبري کوي


د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وایي ټاکل شوې ده ددغه هیواد د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې ادارې سرپرست کریستوفر لنډبرګ په مشرۍ یو پلاوی روانه اوونۍ پاکستان ته لاړ شي.

یاد وزارت په یوې اعلامیې کې ویلي دا پلاوی به پاکستاني چارواکو سره په ګډو ترهګریزو ګواښونو او نورو امنیتي مسایلو خبرې وکړي.

پاکستاني رسنیو هم خبر ورکړی چې ټاکل شوې پاکستان ته د امریکایي هئیت په دې سفر کې چې د دوشنبې او سه شنبې په ورځو ترسره کیږي، د ګډو تروریستي ګواښونو پر وړاندې د مبارزې په برخه کې د پالیسو د ترتیبولو په سر خبرې وکړي.

د امریکا او پاکستان ترمنځ د تروریستي فعالیتونو د مخنیوي لپاره دا ګډې هڅې په داسې حال کې پیلیږي، چې پاکستان د بل هر وخت څخه زیات د ډیر بد امنیتي وضعیت سره مخ دی.

د پوځي چارو ځینې افغان کارپوهان وايي، پاکستان ډیرو لودیځو هیوادونو ته د تروریستي ډلو د فعالیتونو په اړه استخباراتي معلومات برابروي. خو دا کارپوهان په سیمه کې د تروریستي ګواښونو کمیدو ته په اشارې ددغو خبرو اغیزې ډیرې موثرې نه ګڼي.

د نړیوالو اړیکو یو افغان کارپوه سید جواد سجادي وايي، که څه هم د امریکا متحده ایالات او پاکستان د اوږدې مودې راهیسې د تروریزم سره د مبارزې په برخه کې نږدې همکاري لري، خو د ښاغلي سجادي په باور دغو دواړو هیوادونو د یوې ګډې مبارزې پر ځای تل خپلې خپلې پالیسۍ او کړنلارې پرمخ وړي دي.

د ښاغلي سجادي په وینا، پاکستان په تیرو ۲۱ کلنو کې ځان د تروریزم سره د مبارزې په برخه کې د متحدو ایالتونو د شریک په توګه معرفي کړی دی خو په عمل کې یې د تروریستي ډلو څخه ملاتړ کړی دی.

ښاغلي سجادي وویل " د پاکستان دغه دوه ګونې لوبه ددې سبب شوې ده چې د تندلارۍ او ترهګرۍ سره په مبازره کې د پاکستان تګلاره کومه پایله ورنکړي او په عمل کې شنډه پاتې شي."

د امنیتي چارو یو بل افغان کارپوه اسدالله ندیم هم وایي امریکا او پاکستان له ډیرې پخوا زمانې یو بل سره نږدې امنیتي همکاري لري او دا هیوادونه یوازې امریکا ته نه بلکې نورو لودیځو هیوادونو ته هم د تروریستي ډلو د فعالیتونو په اړه معلومات برابروي.

ښاغلي ندیم وویل:" پاکستان اوس مهال په کور دننه د اقتصادي او هم سیاسي پلوه په یو ښه وضعیت کې نه دی او هم د نړۍ سره په اړیکو کې ستونزې لري او د امنیتي پلوه پاکستان د سختو امنیتي ګواښونو سره دی چې دا هیواد هیڅکله ددغسې ګواښونو سره مخ نه و."

نوموړي زیاته کړه، پاکستان یو وخت هند سره ستونزې لرلې خو اوس د ټي ټي پي په شان تروریستي ډلو سره مخ دی.

پاکستان حکومت په دغه هیواد کې د تحریک طالبان پاکستان د ډلې تروریستي فعالیتونو تر شا د افغان طالبانو د حکومت د ملاتړ ادعا کوي.

پاکستان د تیرې میاشتې په وروستیو کې د پاکستان د دفاع وزیر خواجه محمد اصف په مشرۍ یو پلاوي کابل ته استولی وو څو د هغه هیواد په اندیښنو خبري وکړي.

د پاکستاني رسنیو د رپوټونو له مخې پاکستاني پلاوي د طالبانو حکومت چارواکو ته په پاکستان کې د تحریک طالبان پاکستان د ډلې له خوا د وسله والو بریدونو په اړه خبرداری ورکړی و.

خو د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد ددغه پلاوي د سفر وروسته پاکستاني پلاوي سره د خبرو په اړه د خپل ټویټر په پاڼه ولیکل چې د پلاوي سره په خبرو کې دواړو خواو پر امنیتي اندیښنو، په سیمه د ډرون الوتنو، د مخالفو وسله والو فعالیت په خبري کړي دي.

د طالبانو حکومت تل وایي چې هیڅ ترهګرۍ ډلې ته به اجازه ورنکړي چې د افغانستان له خاورې څخه د نورو هیوادونو په وړاندې کار واخلي.

د امنیتي چارو یو کارپوه احمد خان اندړ ادعا کوي چې پاکستان تل د افغانستان سره د اړیکو په برخه کې د دوه ګوني سیاست څخه کار اخیستی دی.

ښاغلي اندړ وویل:" ددوی لوړپوړې چارواکي لکه د بهرنیو چارو وزیر او صدراعظم یې په نړیوالو سټیجونو باندې افغانستان بدنامه کوي. ټي ټي پي یا تحریک طالبان پاکستان چې ورته ویل کیږي پخپله یې جوړ کړي دي."

په ورته وخت کې پاکستاني رسنیو ددغه هیواد د دفاع وزیرخواجه محمد اصف له قوله ویلي تمه ده ډیر ژر په اسلام اباد کې د طالبانو د حکومت د یو پلاوي سره د کابل د خبرو په دوام خبرې وکړي.

XS
SM
MD
LG