د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان د حافظ سعید په خیریه موسسو پیسې بندوي


رویټرز د پاکستان د یو چارواکي له قوله او د ځینو ترلاسه شوو اسنادو په اساس لیکي چې د پاکستان حکومت نیت لري د هغو کسانو شتمنۍ کنگل کړي چې امریکا د نړیوالو ترهگرو په لسټ کې شامل کړیدي. لدی سره سره به د دغو کسانو موسسو ته مالي مرستې هم بندې شي.

د پاکستان یو چارواکي د دوشنبې په ورځ رویټرز ته وویل چې حکومت یې دغه پلان د دسمبر په ١٩ فیډرالي او صوبایي چارواکو ته استولی. په دغه غونډه کې دری حکومتي چارواکو گډون کړی و.

په دغو پټو اسنادو کې د پاکستان صوبایي حکومتونو ته امر شویدی چې د حافظ سعید د خیریه موسسو (چې جماعت الدعوه او فلاح انسانیت نومیږي) د واک د اخیستلو لپاره یو پلان جوړ کړي.

داسې ویل کیږي چې جماعت الدعوه د لشکر طیبه د جهادۍ ډلې سره تړلې ډله ده. لشکر طیبه په هندي کشمیر کې د هند د پوځ په ضد جنگیږي. په لشکر طیبه دا تور دی چې د ٢٠٠٨ کال د ممبۍ په حملو کې لاس لري. په دغه حمله کې ١٦٦ تنه وژل شوي و.

امریکا حافظ سعید د نړیوالو ترهگرو په لسټ کې شامل کړیدی او د هغه په نیولو یې د لسو ملیونو امریکایي ډالرو انعام ایښې دی. خو سعید وایي چې دغه تورونه بی اساسه دي. له بلې خوا د پاکستان عالي محکمې هغه ته اجازه ورکړیده چې ازاد وگرځي.

دغه معلومات د هغې نه وروسته خپاره شویدي چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په یو ټویټ کې پاکستان په دروغو ویلو تورن کړ. پاکستان لا تراوسه رسمي ځواب ندی ورکړی خو د بهرنوچارو وزیر په جیو ټلویژن په یوې مرکې کې ویلي دي چې امریکا په افغانستان کې د خپلې ناکامۍ غوسه په پاکستان وباسي.

XS
SM
MD
LG