د لاس رسي وړ اتصالات

د ټرمپ ټویټ په پاکستان کې خلک غوسه کړي


په پاکستان کې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ سخت غبرگونونه پارولي دي.

ولسمشر ټرمپ د ٢٠١٨ کال په لومړۍ ورځ په خپل یو ټویټ کې ولیکل ”په تیرو ۱۵ کلونو کې امریکا په احمقانه ډول پاکستان ته تر ۳۳ میلیارد ډالرو ډیرې مرستې کړي، او دوې (پاکستان) موږ ته پرته له دروغو او خطاایستلو بل څه ندي راکړي او زموږ پر مشرانو یې د احمقانو خیال کړی. دوي هغو ترهگرو ته پناهځایونه ورکوي چې مونږ یې په افغانستان کې ښکار کوو. نور به داسې نه کیږي."

د امریکا د ولسمشر ټرمپ د ټویټ نه څو دقیقې وروسته دغه موضوع په پاکستان کې په ټویټر ټرینډ شوه.

د پاکستان د بهرنو چارو وزیر خواجه اصف د ټرمپ د ټویټ په ځواب کې ولیکل

" مونږ به د ولسمشر ټرمپ ټویټ ته ژر ځواب ورکړو. مونږ به نړۍ ته وښایو چې په ریښتیاو او افسانو کې څه فرق دی."

خواجه اصف بیا وروسته د جیو ټلویژن سره په خبرو کې وویل "د امریکا پالیسي د مایوسۍ نتیجه ده. امریکا دې په افغانستان کې د خپل ١٥ کلن جنگ حساب وکړي. که زمونږ نه حساب غواړي نو مونږ ورته د یو یو ډالر حساب ورکوو."

د بهرنوچارو د وزیر نه علاوه په پاکستان کې سیاستمدارانو، د سیاسي او مدني چارو کارپوهانو هم بیلا بیل تبصرې کړیدي.

د پاکستان یو پخواني پوځي جنرال غلام مصطفی په خپل ټویټر ولیکل.

"مننه ټرمپ، د امریکا د بې عقلۍ اعتراف دې وکړ چې غوښتل یې زمونږ نه په زور او یا په بیعه گټه پورته کړي او په دواړو کې ناکامه شوه. ډیر ښه پاکستان. د نوي کال ښه تحفه ده. اوس وخت رارسیدلی چې مونږ قوي او متحد ودریدو او سي آی اې، موساد، را او این ډي ایس ته ماتې ورکړو."

د پاکستان د جماعت الاسلامي مشر سراج الحق په خپل ټویټر لیکلي.

" ټرمپ په افغانستان کې د خپلې ناکامۍ پړه په پاکستان اچوي. که د پاکستان یو مشر ته امریکا پیسې ورکړي وي نو دا د امریکا مسله ده. د دې لپاره د پاکستان غیرتمند ولس مسول نشي گرځول کیدی."

د ملي مسلم لیگ گوند مشر شیخ رشید د ټرمپ د ټویټ په ځواب کې یوه ویډیو خپره کړیده او ویلي یې دي چې امریکا په ملگرتیا نه پوهیږي.

ټول پاکستاني په یوه خوله هم ندي، د پاکستان د عوامي نیشنل گوند سیاستمدارې بشری گوهر په خپل ټویټر لیکلي

"بهرنۍ او امنیتي پالیسۍ ډیرې مهمې دي او دا جنرالانو ته پیرښودل ندي پکار. سیاستمداران دې خپل رول ولوبوي او د پاکستان دا ناکامه بهرنۍ پالیسي دې بدله کړي. باید په دې هکله پارلیماني غونډه راوبلل شي."

پاکستان د ولسمشر ټرمپ د ټویټ په ځواب کې په رسمي توگه لا تراوسه ځواب نه دې ویلې خو په ټویټر یو هیش ټیگ شروع شوې چې وایي پاکستان دې نور د امریکا جنگ په خپله خاوره نه کوي او د ناټو د اکمالاتو پر مخ دې لار وتړي.

  • 16x9 Image

    نزرانه یوسفزۍ

    نزرانه غفار  د ۲۰۱۱ کال راهیسي په واشنګټن کې د امریکاغږ سره د ژورنالستې او نطاقې په حیث کار کوي. نزرانه یوسفزۍ د انګلستان د مانچسټر د پوهنتون نه د بشري حقونو او نړیوال قانون په برخې کې خپله ماستري اخیستې ده.

XS
SM
MD
LG