د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان او افغانستان د سوداګرۍ آسانتیاوې زیاتوي


خرم د ستګیر وایي اوس به افغان کارګو د کراچۍ له بندر په څلور ویشتو یا اته څلوېښتو ساعتونو کې خپل کار تماموي
خرم د ستګیر وایي اوس به افغان کارګو د کراچۍ له بندر په څلور ویشتو یا اته څلوېښتو ساعتونو کې خپل کار تماموي

د پاکستان د سوداګرۍ وزیر خرم دستګیر وايي، د اپټا تړون د افغانستان او پاکستان ترمنځ دی او که درېیم هیواد پکې ګډون غواړي، نو دواړو ملکونو ته دې غوښتنلیک ولیږي.

د پاکستان د سوداګرۍ وزیر خرم دستګیر نن په کابل کې د پاکستان په سفارت کې خبریالانو ته د خپل سفر په پای کې په خپلو خبرو کې وویل چې که درېیم هیواد غواړي په اپټا کې شامل شي، نو پاکستان او افغانستان ته دې رسمي غوښتنلیک وسپاري او که پاکستان دا غوښتنلیک وسپارل شي، پرې غور به وکړي او تصمیم به ونیسي.

د پاکستان د سوداګرۍ وزیر خرم دستګیر وویل ‪"‬ د افغانستان او پاکستان ترمنځ دا نوې مثبتې اړېکې، باید په درېیم هیواد مشروطې نه شي، مونږ ښه موقع په لاس لرو، چې د تېرې یوې نیمې لسیزې شک له منځه یوسو او چټک پرمخ لاړ شو، مونږ باید خپلې دندې پرمخ بوځو، وروسته چې بیا په سیمه کې پرمختګونه راغلل، البته چې بیا به په داسې غوښتنو هم غور وشي.‪"‬

تېره ورځ د پاکستان د سوداګرۍ وزیر خرم دستګیر د پاکستان تولیداتو د نندارتون د پرانستې په مهال ویلي وو، چې په اپټا کې د هند شاملېدو ته لیوالتیا لري، خو که د هند او پاکستان ترمنځ سوداګریزې اړېکې چې اوس عادي ندي، عادي شي.

لا هم افغان حکومت په اپټا کې د هند د شاملېدو په تړاوو د پاکستان په دریځ او د پاکستاني وزیر په څرګندونو غبرګون ندی ښودلی، خو څو ورځې وړاندې افغان حکومت بیا په اپټا کې د هند د شاملېدو هرکلی وکړ او وې ویل چې دوی ته یې غوښتنلیک سپارل شوی دی.

خو پاکستان په اپټا کې د تاجکستان د ګډون غوښتنه کړې ده او وايي، چې په لومړۍ مرحله کې به پدغه تړون کې تاجکستان شامل شي.

د پاکستان نوي اقدامات

د پاکستان د سوداګرۍ وزیر خرم دستګیر افغانستان ته د خپل سفر په پای کې وویل چې پاکستان پدې وروستیو کې د افغان سوداګرو او ټرانزیټ لپاره ګڼې اسانتیاووې رامنځته کړي، چې پکې د کراچۍ په بندر کې د اتیا په سلو کې د افغان کارګو له سکن معافیت هم شامل دی.

ښاغلي دستګیر په کابل کې د پاکستان په سفارت کې وویل، اوس ایله شل په سلو کې افغان ټرانزیټي مالونه په کراچۍ کې سکن کیږي، پداسې حال کې چې پخوا سل په سلو کې افغان مالونه دغلته سکن کېدل.

هغه وویل ‪"‬اوس به افغان کارګو د کراچۍ له بندر په څلور ویشتو یا اته څلوېښتو ساعتونو کې خپل کار تماموي.‪"‬

د پاکستان د سوداګرۍ وزیر وویل ددې میلادي کال د جولاۍ له پیله به پاکستان د اورګاډي په واسط په هره اونۍ کې څلور سوه افغان کانټینرونو ته ټرانسپورټ اجازه هم ورکړي. پاکستانی وزیر وايي، دا غوښتنه افغان سوداګرو له پخوا لرله.

خرم دستګیر وویل پاکستان اوس په رسمي ډول افغان لاریو ته ددې اجازه ورکړې ده، ترڅو پاکستان ته صادرېدونکي مالونه یوسي، او له پاکستان هم مالونه راوړي.

هغه وویل افغان لارۍ کولی شي، تر واګې چې د هند او پاکستان سرحد دی، مالونه یوسي او له هغې خوانه پاکستاني مالونه راوړي.

افغان سوداګر بیا وايي، چې دوی ته ددې اجازه نه ورکول کیږي، ترڅو هندي مالونه د واګې له بندر افغانستان ته راوړي.

پاکستانی وزیر وايي، له افغانستان یې هم په ګټه ولاړ د دوه اړخیزې سوداګرۍ تړون غوښتنه کړې ده، وايي، افغانستان دې په پاکستان مالونو مالي ضمانتونه نه اخلي.

ښاغلي دستګیر وویل له افغان ولسمشر یې پاکستاني سوداګرو ته د داسې ویزې د ورکړې غوښتنه هم کړې ده، چې څو وارې پرې افغانستان ته راتګ وکړای شي.

هغه د پاکستان د مسلم لیک نواز شریف د ګوند له مطرحو کسانو پېژندل کیږي او افغان سوداګر تمه ښيي، چې د هغه ژمنې به عملي شي.

XS
SM
MD
LG