د لاس رسي وړ اتصالات

په پاکستان کي به د امریکا سفیر استعفی وکړي


په پاکستان کي به د امریکا سفیر ( کامیرون منټر ) په دې چوکۍ کي له دوو کالو کارکولو نه وروسته د سږ کال په دوبي کي استعفی وکړي.

د امریکا یوه مامور پرون د سه شنبې په ورځ وویل چي داسي ښکاریدل چي

( منټر ) به یو بل کال لا هم خپل کار ته دوام ورکړي، مگر هغه ددې کار د پریښودلو فیصله وکړه. دغه مامور هغه آوازې رد کړې چي د سفیر ( منټر ) دا پریکړه د هغو کمزورو اړیکو له کبله بولي چي د اسلام آباد او امریکا ترمنځ موجودي دي

مطبوعاتي رپوټونه وایي چي په افغانستان کي د امریکا د سفارت یو لوړ پوړی دیپلومات ( ریچارډ اولسن ) به د منټر په ځاي مقرر سي.

( منټر ) په داسي وخت کي د خپل دې کار نه گوښه کیږي چي د امریکا او پاکستان روابط د متقابلو جنجالونو په وجه خړپړ شوی دي. په دې کي په ٢٠١١ کال کي د پاکستان له خوا د سي آي اې د یوه قراردادي نیول، د امریکا د خاصو قواو له خوا د بن لادن وژل او د پاکستان په قبایلي سیمو کي د امریکا د بې پیلوټه الوتکو حملې هم شاملي دي.

XS
SM
MD
LG