د لاس رسي وړ اتصالات

د عفوې نړیواله ټولنه د بې پېلوټه الوتکو برېدونه غندي


سږکال په پاکستان کې دبې پېلوټه الوتکېو په برېد کې 400 ولسي خلک وژل شوي دي
سږکال په پاکستان کې دبې پېلوټه الوتکېو په برېد کې 400 ولسي خلک وژل شوي دي

د عفوې نړیواله ټولنه د امریکا پر متحده ایالاتو غږ کړی دی چې په پاکستان کې د بې پیلوټه الوتکو د برېدونو پټ پروگرام په ډاګه کړي.

په برتانیه کې دیره، د بشري حقوقو د عفوی نړیوالې ټولنې په امریکا غږ کړیدی چې په پاکستان کې د بې پیلوټه الوتکو د برېدونو پروگرام په باره کې پټې خبرې ښکاره کړي.

د عفوې نړیوالې ټولنې، نن د سه شنبې په ورځ په رپوټ کې وویل، داسې ښکاري چې امریکا، د بشري حقوقو نه دومره غټې سرغړونې کړې وي چی ، حتی کیدی شي چې جنگي جنایتونه وبلل شي.

مستقیمه لیکه

ددې ټولنې رپوټ وايي چې د دوه زره دولسم کال د جنورې نه تر دوه زره دیارلسم کال تر آِگست پورې، یعنې ددغه یوه کال په دوران کې، د امریکا بی پیلوټه الوتکو، د پاکستان په قبایلی علاقې شمالي وزیرستان کې، پنځه څلویښت حملې کړیدي.

رپوټ وایي په یوه حمله کې، یوه اته شپیته کلنه، نیا ، چې په پټي کې یی سابه کول، ووژل شوه. په بله حمله کې، اتلس کارگران په داسې حال کې ووژل شول چې د ماښام ډوډۍ خوړولو ته کښیناستل.

د پاکستان رهبران وايي، دوې ځکه د بې پیلوټه الوتکو د حملو سخت مخالف دي چې ځنې منتقدین فکر کوي چې دغه عملیات د پاکستان د حکومت او د امریکا د متحده ایالاتو تر منځ د پټې موافقې په اساس کیږي، او پاکستان دا حملې په مخفی ډول منلې او تصویب کړیدي.

د عفوې نړیواله ټولنه د امریکا او پاکستان دواړو نه غواړي چې ددغو حملو په باره کې معلومات څرگند او په ډاګه کړي. رپوټ وایي، د هغو سیمو اوسیدونکي چې د بې پېلوټه الوتکېو برېدونه پکې کیږي، تل د ټولو خواوو د سرغړونو، نه، په ویره کې دي.

د ملگرو ملتونو، د بشري حقوقو د څارنې منشي، بن ایمارسن، د امریکا نه غوښتي دي چې په دې برخه کې زیاتې او ښکاره څرگندونې وکړي.

ده تیره هفته، د ابتدایي معلوماتو له مخې د پاکستاني چارواکو له قوله وویل چې بې پېلوټه الوتکېو په حملو کې لږ تر لږه څلورسوه ولسي خلک وژل شویدي.

امریکايي چارواکو د بې پېلوټه الوتکېو د حملو په باره کی لږ معلومات ورکړیدي، خو وايي، د ولسي خلکو د تلفاتو د مخنیوی دپاره یې په ډیر دقت او احتیاط عملیات کړیدی، او د القاعدې شبکې خلک یې وژلي دي.

XS
SM
MD
LG