د لاس رسي وړ اتصالات

متیس د "ترټلو" لپاره پاکستان ته نه ځي


ښاغلی متیس له منځني ختیځ څخه پاکستان ته ولاړ
ښاغلی متیس له منځني ختیځ څخه پاکستان ته ولاړ

د امریکا د دفاع وزیر په لومړي ځل پاکستان ته سفر کوي او پخواني تونده لهجه یې بدله کړې ده.

د امریکا د دفاع وزیر جیمز متیس به د دوشنبې په ورځ د پاکستان له لومړي وزیر شاهد خاقان عباسي او د دغه هېواد د پوځ له مشر قمر جاوید باجوه سره ویني.

ښاغلي متیس ویلي دی د پاکستاني چارواکو د "ترټلو" نیت نلري، خو وايي هیله کوي چې اسلام اباد به د ترهګرۍ په مبارزې کې پر خپلو ژمنو عمل وکړي.

ښاغلی متیس له منځني ختیځ نه په پوځي الوتکې اسلام باد ته ځي. نوموړي تر سفر مخکې خبریالانو ته وویل "زه له مسایلو سره دا ډول چلند نکوم خو باور لرم چې یوه مشترکه وجه موندلی او ګډ کار کولی شو."

تېره میاشت د امریکا د دفاع وزیر لهجه بل ډول وه. هغه خبرداری ورکړی و چې د پاکستان پر ضد له هر ممکنه اقدام څخه مخکې باید یو وارې بیا له اسلام اباد سره خبرې وشي او د ترهګرۍ په ضد مبارزې ته قانع کړل شي.

امریکا پاکستان، د حقانې او ځینو نورو اورپکو په ننګه تورنوي، دغه ډلې په افغانستان کې په نړیوالو او افغان ځواکونو باندې په بریدونو تورن دي، خو پاکستان دا تورونه بې بنسټه بولي.

تر دې مخکې د سي آی اي مشر مایک پمپیو ویلي وو که پاکستان د ترهګرو په ضد د امریکا غوښتنو ته پام ونکړي، دوې به د اورپکو د پناه ځایونو د ختمولو لپاره اقدامات وکړي.

سي آی اي له ۲۰۰۴ کال راهېسې په پاکستان کې د اورپکو د ځپلو او وژلو لپاره د بې پیلوټه الوتکو بریدونه کوي. امریکایي نظامیان په پام کې لري چې د پاکستان په شمال لویدیځ قبایلي سیمو کې هم دا بریدونه زیات کړي.

امریکایي چارواکي وايي د پاکستان په ضد اقداماتو کې پر پاکستان د مرستو بندول او په هغو پاکستاني چارواکو بندیز لګول هم راځي چې له ترهګرو سره همکاري لري.

امریکا په تېرو ۱۶ کلونو کې پاکستان ته ۳۳ میلیارد ډالر ورکړي چې له ترهګرو ډلو او سازمانونو سره وجنګیږي. ولسمشر ټرمپ څو میاشتې مخکې د جنوبي اسیا او افغانستان لپاره خپله تګلاره اعلان کړه چې په کې له پاکستان څخه غوښتل شوي په خپلې خاورې کې د ترهګرو پنا ځایونه ختم کړي.

XS
SM
MD
LG