د لاس رسي وړ اتصالات

امریکايي قومندان وايي القاعده او طالبان لاهم اړیکې لري


جنرال نیکلسن وویل هر چېرته چې د القاعده غړي ومومي برید پرې کوي
جنرال نیکلسن وویل هر چېرته چې د القاعده غړي ومومي برید پرې کوي

په افغانستان کې د امریکا مشر قومندان جان نیکلسن وايي چې القاعده طالبانو ته روزنې ورکوي او طالبان یې په بدل کې د القاعده غړو ته پناه ورکوي.

جنرال نیکلسن وویل که څه هم طالبانو له القاعدې سره خپلې اړیکې اوس ډیر نه په ډاګه ګوي خو وايي د طالبانو قومندانان د القاعدې له غړو سره نژدې اړیکي او همکاري لري. دغه امریکايي جنرال وویل"القاعده له طالبانو سره تجربې شریکوي، د ځانګړو وسلو د کارولو او ځمکنیو ماینونو د جوړولو روزنې ورکوي. القاعده سیمه ییز طالبان روزي او طالبان د دغه کار په بدل کې هغوې ته پناه ځایونه ورکوي".

جنرال نیکلسن وویل د طالبانو مخکني مشر ملا منصور په ښکاره د القاعده د مشر الظواهري بیعت ومانه خو اوسني مشر هیبت الله یې دا کار ونکړ.

د سیاسي چارو کارپوه وحید مژده چې د طالبانو مسایل له نژدې څاري، د طالبانو او القاعده ترمنځ د روابطو خبره تایدوي او وايي چې ایمن الظواهري له ملا هیبت الله سره هم بیعت کړی دی.

ښاغلي مژده وویل "ایمن الظواهري د طالبانو مشر ملا هبت الله ته پیغام واستوه او بیعت یې ورسره وکړ، خو طالبانو ونغوښتل دا خبره افشا شي، ځکه هغوې نغواړې وښيي ملا هبت الله له القاعده سره روابط لري".

د القاعده د غړو په نښه کول

د ناټو قومندان وايي دا مهال د القاعده غړي تر ډېره د افغانستان په ختيځ کې او د ډیورنډ کرښې په شاوخوا کې فعاله دي. وايي په دې وروستیو کې د کندهار د شورابک په ولسوالۍ کې هم د القاعده ډلې د غړو فعالیتونه لیدل شوي دي، خو ټېنګار یې وکړ"هر چېرته چې د القاعده غړي ومومو برید پرې کوو. زه د عملیاتو- القاعده په ضد- ډېر جزیات نه ورکوم، خو هڅه مو دا ده چې په افغانستان کې دننه د القاعدې لوړ پوړي مشران پیدا او ووژنو".

نوموړي چې له کابل نه په په واشنګټن کې امریکايي خبریالانو ته ویډیو کنفرانس ورکاوه، ونه ویل چې دا مهال په افغانستان کې د القاعده څومره غړي موجود دي، خو وویل چې طالبانو ورته "ښه چاپیریال" برابر کړی دی.

د طالبانو پر مهال په افغانستان کې د القاعده د مخکني مشر اسامه بن لادن په ګډون د دغې شبکې زرګونه غړي موجود وو او د طالبانو د غورځنګ په ملاتړ جنګېدل.

خو پر امریکا د القاعده ډلې د ۱۱/۹ له برید وروسته دا ډله وځپل شوه او په افغانستان کې یې پناه ځایونه هم ختم کړل شول. اسامه بن لادن څوکاله مخکې د پاکستان په ایبټ اباد کې د امریکا د ځانګړو ځواکونو په عملیاتو کې ووژل شو.

نړیواله ټولنه او په خاص ډول امریکايي چارواکي وایي له افغانستان سره مرسته کوي چې دا هېواد بیا د القاعدې او طالبانو په پناه ځایونو بدل نشي.

  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند په ۲۰۱۷ کې په واشنګټن ډي سي کې په امریکايي پوهنتون کې په نړیوالو مطبوعاتو او اړیکو کې ماستري کړې ده. د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی. 

XS
SM
MD
LG