د لاس رسي وړ اتصالات

د پېښور په ځانمرګه برید کې ۳۷ کسه وژل شوي


د پېښور په ځانمرګه برید کې ۳۷ کسه وژل شوي

پاکستاني ماموران وایي چې ېوه ځان وژونکي د پېښور سره نژدې حمله وکړه، ٣٧ کسان ېې ووژل او تقرېبا ۴٥ تنه ېې زخمېان کړل.

د پاکستان حکومتي چارواکېو ووېل چې حمله دپېښور سره نژدې په ېوه کلي کې د طالبانو دېوه مخالف قباېلي ملیشې مشر د ښځې د جنازې پر وخت وشوه ،چې تقرېبا٢٠٠ کسانو په کې گډون کړی ؤ.

په قباېلی سېمو کې اوس زېاتره د طالبانو او دپاکستان دحکومت دطرفدارو ملېشو ترمنځ خونړۍ نښتې کېږي.

دپنجاب صوبې د فېصل اباد په ښار کې د سه شنبې په ورځ دپاکستان د داستخباراتو د ادارې ای ایس ای د دفتر سره نژدې د موټر بم په ېوه خونړئ چاودنه کې ٢۴ کسان مړه او ١٢٥ کسان زخمېان شول چې پاکستانی طالبانو ېې مسوولېت په غاړه واخېسته.

دطالبانو ېوه وېاند ووېل چې دحملې هدف ېې په فېصل اباد کې د ای ایس ای دفتر ؤ او غوښتل ېې چی په فېصل اباد کې ېې د خپل ېوه قوماندان د وژلو انتقام او غچ واخلي.

XS
SM
MD
LG