د پاکستان د امنیتي چارو مامورین وایي چي د بم په یوه چاودنه کي دوه پاکستاني عسکر وژل شوي دي.
دغه بم د شمالي وزیرستان د ( میران شاه ) په ښارگوټي کي نن د شنبې په ورځ د عسکرو د موټرو یوه کتار ته د ریموټ کنټرول په وسیله وچول شو.
تر اوسه پوري چا څه نه دي ویلي چي دا حمله چا کړې ده، خو دا سیمه د طالبانو او د القاعدې مربوطو یاغیانو کلک مورچل دی.
یو بل خبر وایي چي د خیبر د قبایلي سیمي په لنډي کوتل کي هم نن د یوه قبایلي مشر د کور مخي ته د یوه شلخي بم چاودنه وشوه، دوه کسه یې ووژل او لږترلږه څلور تنه یې زخمي کړل.
د خیبر دره افغانستان ته د ناټو د نظامي موادو د انتقال مهمه لار وه چي پاکستان له دې کبله وتړله چي د نومبر په میاشت کې د ناټو په یوه حمله کي ٢۴ پاکستاني عسکر ووژل سول.
او د پاکستان امنیتي چارواکي وایي چي د اردو توپ لرونکو هلیکوپترو نن د اورکزو په قبایلي سیمه کي د یاغیانو د پټیدو په ځایونو باندي حمله وکړه، لږترلږه لس یاغیان یې ووژل. مگر د وژل شوو کسانو شمیر د مستقلو منابعو له خوا نه دی تایید شوي.