د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان: د پاکستاني طالبانو مشر وژل شوی


پاکستان: د پاکستاني طالبانو مشر وژل شوی
پاکستان: د پاکستاني طالبانو مشر وژل شوی

اسوشیټد پرس خبري اژانس وایي امکان لري چې د پاکستاني طالبانو مشرمړشوی وي.د پاکستان د استخباراتو مامورین وایي چې د جگړه مارانو مخابرې چې دوي اوریدلي دي، ښیي چې د پاکستان د طالبانو مشر، د پاکستان په شمال لویدیځ کې د امریکا د بې پیلوټه الوتکې په تازه حملې کې وژل شویدی.

دغو مامورینو د پنجشنبې په ورځ وویل چې پنځه وارې یې د جگړه مارو طالبانو خبري واوریدې چې په دې غږیږیدل چې رهبر حکیم الله مسعود ، د جنوری په ١٢ نېټه د شمالی وزیرستان په قبایلی سیمه کې وژل شوی یا نه؛ ځنو جگړه مارانو وویل چې هو مسعود وژل شویدی، او یوه بل په نورواعتراض وکړ چې په دی باره کی په تیلفون کې څنگه غږیږي.

دغو مامورینو خبریالانو سره د مقاماتو د اجازې نه پرته ، په دی شرط چه نومونه یی خپاره نه شي، خبري وکړې.

د پاکستانی طالبانو نطاق حسیم الله محسود ، ددې ډلې د مشر د وژل کیدو خبر رد کړ او ویې ویل چې هغه د بی پیلوټه الوتکې د حملی په وخت کی په سیمه کی نه و.

بل پلوه پاکستاني مامورین وایې د شیعه گانو په مُذهبي غونډه کې د بم چاودنه شویده ، ١٦ کسه په کی وژل شویدي.

مقامات وایی لږ ترلږه شل کسه نور، نن په دغه چاودنه کې چې د پنجاب د ایالت د رحیم یار خان په ولسوالۍ کې وشوه، زخمي شویدی. سمدستی ددې حملی ملامتي چا په غاړه نه ده اخستې.

د رویټرخبري اژانس د پولیسو له قوله وایی چې دغه بم چې سوچ یی درلود بل چا سره و، د بریښناکوټ سره ایښودل شوی و اوکله چې د مذهبی غونډې گډون کوونکي تیریدل بم وچاودیده.

دا چاودنه هغه وخت وشوه چه شیعه گانو، په کانپورکې، د اسلام د پیغمبر، د لمسي امام حسین د مرگ څلویښتی نمانځله چې په اومه یپړۍ کې وژل شوی و.

XS
SM
MD
LG