چارواکو وویل چی یوې بې پیلوټه الوتکي نن د شنبې په ورځ د شمالی وزیرستان د قبایلي سیمي د میرانشاه د ښارگوټي په ختیځ کی د یاغیانو په یوه ځای باندي دوه راکټه وار کړل. چارواکي وایي چی په وژل سوو کسانو کي خارجیان هم شامل وو.
دا حمله په داسي حال کی کیږي چی د افغانستان او پاکستان د پاره د امریکا خاص آستاځی ریچارډ هال بروک اسلام آباد ته رسیدلی دی چی د پاکستان د لوړ رتبه چارواکو سره خبري وکړي.
د امریکا جمهوررئیس براک اوباما د پاکستان او افغانستان ترمنځ په سرحدي قبایلي سیمو کی د القاعدې او طالبانو په اهدافو باندی د بې پیلوټه الوتکو حملې زیاتي کړي دي. د پاکستان حکومت دداسی حملو مخالف دی او وایی چی هغه ددغه ملک په استقلال او د خاوري په تمامیت باندی تیری دی.