پولیس وایي یوه ځان مرگه نن د پاکستان په شمال لویدیځ کې هغه موټر ته نژدې په ځان پوري تړلي بمونه چوولي دي چې د طالبانو ضد یو سیمه ایز مشر په کې سپور و.
د پولیسو قوماندن اختر حیات وایي په دې ننۍ پیښه کې چې د خیبر پښتونخوا د ایالت د بنو په ولسوالۍ کې وشوه، څو کسه ټپیان شویدي.
نوموړی وایي فتح خان د محلي خلکو مشر چې د طالبانو ضد و د درې لارویانو سره یوځای په دې حمله کې وژل شویدی.
فکر کیږي چې بنو د پاکستاني طالبانو د پټیدو ځای دی. دغه سیمه صوات درې ته نژدې ده چیري چې طالبانو یوه میاشت مخکي ملاله یوسفزۍ په کښي وویشته چې د نجونو د تعلیم پلوي یی کوله. ملالۍ په طالبانو باندې ځکه اعتراضونه کول چې په دوه زره او اتم کال کی یی صوات محاصره کړی و او ښوونځی یی تړلی وو.