د لاس رسي وړ اتصالات

په شمالي وزیرستان کې بې پیلوټه الوتکې برید کړی


د پاکستان د استخباراتو مامورین وايي چې ددغه هېواد د شمالي وزیرستان په قبایلي سیمه کې د امریکا د بې پیلوټه الوتکې په برید کې درې کسه وژل شوي دي.

چارواکي وايي چې د شمالي وزیرستان د داته خیلو په کلي کې بې پیلوټه الوتکې دوې توغندي غورځولي دي. دغه سېمه د القاعدې او ورسره ملګرو طالبانو قوي مورچل ګڼل کېږي.


پاکستان په واري واري د امریکا د بې پیلوټه الوتکې پر بریدونو باندي نیوکې کړي دي او وايي چې دغه بریدونه یې د هیواد د ارزي تمامیت او ملي حاکمیت پرضد اقدام دی خو امریکايي چارواکي بیا وايي چې دغه بریدونه د افراطي جګړه مارانو د ماتولو لپاره موثره وسیله ده.


په عین حال کې پاکستاني چارواکي وايي چې د دغه هیواد د بلوچستان ایالت د جعفر آباد په سیمه کې د یوې چاودنې له امله لږ تر لږه ۵ کسه وژل شوي او د ۲۰ تنو شاوخوا تپیان شوي دي.

په بلوچستان کې په دې ورستیو کلونو کې د بیلتون غوښتونکو له خوا چې د پاکستان څخه ددغه ایالت د طبیعي زیرمو زیاته برخه غواړي، تشدد روان دی. په دې ایالت کې طالب جګړه ماران هم فعاله دي.
XS
SM
MD
LG