د لاس رسي وړ اتصالات

په پاکستان کې وسله والو پر یوه ښوونځي برید کړی دی


آرشیف
آرشیف
پاکستاني چارواکي وايي چې د پاکستان په جنوبي برخه کې څو سړیو چې ټوپک او لاسي بمونه ورسره و، په یو ښوونځي حمله کړیده، د ښوونځي مدیر یی وژلی او لږ تر لږه شپږ ماشومان یې ټپیان کړیدي.

چارواکي وایی دغه ماشومان چې عمرونه یې د پنځو او لسو کالونو ترمنځ وو، د شنبې په ورځ د کراچۍ په اتحاد ټاون کې د انعامونو د اخیستو دپاره ښوونځي ته ورغلي وو چې یادشویو وسلوالو پرې برید وکړی.

سمدستي هیچا نه ددې برید مسولیت په غاړه نه دی اخیستی.

په دې وروستیو کالونو کې په کراچۍ کې د بم ډیرې چاودنې او حملې شویدي چې د دغو حملو زیاتره ملامتي په جگړه مارانو اچول کېږي.

همدا شان یادشوي پاکستاني مامورین وایي چې د شنبې په ورځ په خیبر پښتونخوا کې یو ځان مرګه بم چوونکي د ځان سره یو پولیس وژلی او شپږ کسه نور یې ټپیان کړیدي.

خو په سیمه کې مستقل خبریال شمیم شاهد آمریکا غږ ته په مرکه کې ویلي دی چې دوه ځان مرگو بم چوونکو دغه برید کړیدی.
XS
SM
MD
LG