د لاس رسي وړ اتصالات

په پاکستان کې پر جوماتونو چاودنې شوي


د پاکستان په شمال لویدیځې قبایلي سیمه کې په دوو جوماتونو کې د بمي چاودنو له امله ۱۰ کسه وژل سوي او لږ تر لږه ۲۰ کسه نور ټپيان شوي دي.

چارواکي وايي چې دغه چاودنې د جمعې په ورځ د خیبر پښتونخوا د ملکنډ په ولسوالۍ کې رامنځ ته سوي دي.

د اسوشیټیډ پریس خبري آژانس راپور ورکوي چې د یوه جومات چت نړیدلی دی.

تراوسه پوري چا د حملې مسولیت په غاړه نه دی اخیستی.
XS
SM
MD
LG