د لاس رسي وړ اتصالات

اسلام آباد ناقانونه کډوال په زندان ګواښلي؛ هلته افغان خبریالان اندېښمن دي


په اسلام آباد کې د افغان کډوالو د مۍ د میاشتې اعتراضیه غونډه
په اسلام آباد کې د افغان کډوالو د مۍ د میاشتې اعتراضیه غونډه

په پاکستان کې افغان خبریالانو د اسلام آباد د هغې پرېکړې په اړه اندېښنه ښودلې چې د روان کال د ډیسمبر له ۳۱ نېټې وروسته به بې اسنادو کډوال زندان ته واچوي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزارات په یوې تازه اعلامیه کې له ټولو هغو کسانو چې له قانوني اسنادو پرته په پاکستان کې ژوند کوي، غوښتنه کړې چې له ټاکل شوې مودې وړاندې له دغه هېواد څخه ووځي.

په اعلامیه کې راغلي: "د ۱۹۴۶ کال د بهرنیو اتباعو د قانون له مخې، په پاکستان کې له قانوني وخت څخه د زیاتې مودې دپاره پاتې کېدونکي اشخاصو ته د درې کاله بند سزا ورکول کېدای شي. د ۲۰۲۲ کال د دیسمبر تر ۳۱مې وروسته چې کوم بهرني اتباع په ناقانونه ډول په پاکستان کې پاتې شي، پر وړاندې یې اقدام کېدای شي. له دې برسیره، دغه ډول اشخاص به په راتلونکې کې پاکستان ته د ورتللو په تور لیست کې شامل شي."

په اسلام آباد کې افغان خبریاله خاطره نوري وايي، په پاکستان کې مېشت زیات شمېر افغانان د حکومت دې پرېکړې ته اندېښمن دي. مېرمن نوري او په لسګونو نور افغان خبریالان چې په افغانستان کې د طالبانو له بیاواکمنېدو وروسته پاکستان ته تللي دي، د پاکستاني پولیسو له چلند څخه شکایت کوي.

دا افغان خبریالان په افغانستان کې د تېر جمهوري نظام له سقوط وروسته لویدیځو هیوادونو ته د کډوالۍ په موخه پاکستان ته تللي دي. دوی د ملګرو ملتونو د کډوالو اداره (UNHCR) تورنوي چې د دوی د کډوالۍ اړوند چارو کې ناغېړي کوي.

په اسلام آباد کې افغان خبریاله شکریه صدیقي وايي، د ملګرو ملتونو دفتر ورته یو "کېس نمبر" ورکړی دی. دا وايي، خو د پاکستان پولیس ورڅخه د مهاجرت کار او یا ویزه غواړي. مېرمن صدیقي د ملګرو ملتونو پر دفتر نیوکه کوي چې تر اوسه یې هیڅ افغان ته د کډوالۍ کارت ندی ورکړی.

خو په پاکستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو اداره وايي چې د دوی امکانات محدود دي او د افغان کډوالو شمېر زیات دی. قیصر اپریدی ددغې ادارې په استازولۍ وايي، په پاکستان کې دا مهال د مېشتو افغان خبریالانو او نورو افغانانو د ستونزو د حل لپاره د پاکستان د حکومت او د نورو خواوو سره کار کوي.

ښاغلي اپريدي امریکا غږ ته وویل: "نور هېوادونه محدود شمېر کډوال مني. د کډوالو اداره نشي کولای چې پاکستان ته د تللیو ټولو افغان کډوالو سره نورو هېوادونو ته په تللو کې مرسته وکړي."

اپریدي زیاته کړه چې د ملګرو ملتونو د کډوالو اداره د پاکستان له حکومت سره خبرې کوي چې په دغه هېواد کې د پاتې کېدونکو افغانانو دپاره اسانتیاوې برابرې کړي.

د اټکل له مخې، دا مهال د پاکستان په بېلا بېلو سیمو کې د ۲۰۰ په شاوخوا کې افغان خبریالان مېشت دي. اکثره دغه ژورنالیستان په پاکستان کې د اوسېدو لپاره اسناد نلري او یا یې د اسنادو د اعتبار نېټه پای ته رسېدلې ده.

XS
SM
MD
LG