د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان کې اسلام ته د سپکاوي په تور د خلکو توقیف کول


په پاکستان کې د ترهګرۍ ضد یوې محکمې درې ویب بلاګ لیکونکي د کفر ویلو په تور توقیف کړي دي. یاده محکمه به په رسمي توګه ددغو کسانو لپاره سزا ټاکي.

مقامات وایې چې د زیاتو معلوماتو د راټولولو په هدف یې د تورنو کسانو لپ ټاپونه ترلاسه کړي دي.

په پاکستان کې د کفر ویلو په قوانینو کې هغو کسانو ته چې د اسلام پیغمبر حضرت محمد (صلی الله علیه وسلم) ته سپکاوی وکړي، د مرګ او یا عمري بند سزا ټاکل شوې ده.

ویب بلاګ لیکونکي تر هغه وروسته نیول کیږي چې د پاکستان صدراعظم نواز شریف پدې وروستیو کې له حکومتي مقاماتو څخه غوښتي چې په ټولنیزو رسنیو کې د اسلام ضد لیکنو او تبصرو د خپریدو مخه ونیسي.

د پاکستان حکومت، مقاماتو ته لارښوونه کړې چې هغه کسان پیدا کړي چې په ټولنیزو رسنیو کې د اسلام ضد مطالب خپروي.

د پاکستان د فدرالي تحقیقاتو ادارې تیره اونۍ په ټولنیزو رسنیو کې د اسلام ضد لیکنو د خپرولو په شک درې کسان توقیف کړي دي.

XS
SM
MD
LG