د لاس رسي وړ اتصالات

کشمیر کې د هندي او پاکستاني عسکرو ترمنځ ډزو کې ٩ تنه وژل شوي


د هند او پاکستان ترمنځ د ویشل شوي کشمیر پوله
د هند او پاکستان ترمنځ د ویشل شوي کشمیر پوله

د کشمیر په لانجمنه پوله د پاکستاني او هندي پوځیانو ترمنځ ډزې شوي چې د دواړو خواو د چارواکو په وینا لږ تر لږه نهه تنه په کې وژل شوي دي.

د هند پوځ ویلي چې پاکستاني عسکرو د کشمیر د لانجمنې پولې په اوږدو کې د هند په یوې سرحدي پوستې او ملکي سیمو برید کړی دی دوه سرتیري او یو ملکي وگړی یې وژلي دي.

د هند د پوځ یو ویاند راجیش کالیا ویلي چې د پاکستاني عسکرو په ډزو کې درې نور ملکي وگړي ټپیان شوي هم دي. هغه زیاته کړه چې دا کار د هند او پاکستان ترمنځ د ٢٠٠٣ کال د اوربند نه سرغړونه ده.

وروسته بیا د پاکستان پوځ ادعا وکړه چې د هندي سرتیرو له خوا د اوربند د ماتیدو په نتیجه کې د پاکستان تر کنترول لاندې کشمیر کې پنځه ملکي کسان او یو سرتیری وژل شوي او درې ملکي وگړي او دوه عسکر ټپیان شوي دي.

د پاکستان پوځ ویلي چې هندي سرتیرو پر ملکیانو ډزې کړي دي او پاکستاني پوځیانو یې په درندو وسلو ځواب ویلی دی.

هند او پاکستان د کشمیر پر سر د جگړو اوږد تاریخ لري او دغه نوې پیښې پداسې حال کې کیږي چې هند د خپلې ولکې لاندې کشمیر کې د اگست په میاشت کې د جمو او کشمیر ځانګړی حیثیت چې په اساسي قانون کې ورته د نیمه خودمختاره سیمې حیثیت ورکړل شوی و، لغوه کړ او هم یې سل ګونه زره پوځیان هلته میشت کړل.

XS
SM
MD
LG