د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان دوو لوړپوړو پوځيانو ته د مرگ او بند سزاگانې ورکړي


په پاکستان کې د پوځ لوی درستیز جنرال قمر جاوید باجوه د دوو لوړپوړو پوځي او د یو ملکي افسرانو سزاگانې تائید کړیدي.

د پاکستان د پوځ ویاند جنرال اصف غفور ویلي دي چې پوځي محکمې د پوځ دوو لوړپوړو افسرانو ته د جاسوسۍ په تور سزا ورکړیده. جنرال جاوید اقبال ته د مرگ او بریگیډیر راجا رضوان ته د ١۴ کلونو بند سزا اورل شویده.

پدغه کسانو دا تور لگول شوی و چې هغوي بهرنو استخباراتي ادارو ته سري معلومات ورکړي و خو دا ندي ویل شوي چې هغوي د کومو هیواد ادارو ته دغه معلومات ورکړیدي.

د دوو پوځي چارواکو برسیره یو ملکي ډاکټر وسیم ته هم د مرگ سزا ورکړل شویده. د هغه په اړه ویل شویدي چې هغه د استخباراتي ادارې سره کار کاوه.

د پوځي چارواکي راجه رضوان په اړه ویل شوي چې هغه په جرمني کې پوځي اتاشي و. تیر کال د اکتوبر په میاشت کې د هغه میرمنې ویلي و چې میړه یې د کوره برمته کړل شویدی او هغې په اسلام اباد کې د خپل میړه د لادرکه کیدو قضیه هم ثبت کړې وه.

د رضوان میرمنې د اسلام اباد عالي محکمې ته هم درخواست کړی و خو د میړه په اړه یې هیڅ معلومات نه و تر لاسه شوي او نن د پوځ ویاند ویلي دي چې برید جنرال رضوان ته یې د مرگ سزا اورلې ده.

د پاکستان د پوځ ویاند د فرورۍ په ٢٢ نیټه د دغه دوو پوځي چارواکو د نیول کیدو په اړه خبري رسنیو ته ویلي و چې دغه کسان یې د جاسوسۍ په تور نیولي دي.

د یادونې وړ ده چې په پاکستان کې پخوا هم پوځي افسرانو ته سزاگانې ورکول شویدي خو یو جنرال ته د مرگ سزا غیر عادي کار گڼل کیږي.

XS
SM
MD
LG