د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان ۲۴ ساعتونو کې پر کونړ ۴۳۳ توغندي وار کړي- چارواکي


د کونړ پر دوو سرحدي ولسوالیو د توغندیو دا بریدونه کابل ته د پاکستان د صدراعظم له سفر وروسته شوي دي
پاکستان ۲۴ ساعتونو کې پر کونړ ۴۳۳ توغندي وار کړي- چارواکي
د کونړ پر دوو سرحدي ولسوالیو د توغندیو دا بریدونه کابل ته د پاکستان د صدراعظم له سفر وروسته شوي دي پاکستان ۲۴ ساعتونو کې پر کونړ ۴۳۳ توغندي وار کړي- چارواکي

د کونړ ولایتي چارواکي ادعا کوي چې پاکستاني ځواکونو په تیرو شاوخوا ۲۴ ساعتونو کې د کونړ پر دوو سرحدي ولسوالیو باندې په سلګونو توغندي ویشتلي، چې له امله یې یو ملکي وګړی وژل شوی دی.

د کونړ ولایتي چارواکي وايي چې له تېرې ورځې راهیسې ددغه ولایت په سرکاڼو او دانګام ولسوالیو له پاکستاني لوري نه ۴۳۳ توغندي ویشتل شوي چې له امله یې یو ملکي وګړی هم وژل شوی دی.

د کونړ د والي ویاند غني مصصم امریکا غږ ته وویل چې د دغو مرمیو درې یې د سرکاڼو ولسوالۍ د ګنجګل په څپري سیمه لګېدلي دي چې یوه مرمۍ د ولسي خلکو پر کور لګېدلې چې یو کلیوال پکې وژل شوی دی.

نوموړي وویل چې پاتې ټولۍ مرمۍ د دانګام ولسوالۍ په سور کمر، زوړ برول او نورو سیمو لګېدلي دي چې د سر زیان نه لري.

د سرکاڼو ولسوالۍ د ګنجګل درې یو اوسېدونکی فقیر محمد وايي چې پر سیمو یې له تېرو څو کلونو راهیسې بریدونه روان دي چې وخت ناوخته یې کورونه او بانډې هم لګي او د بریدونو له وېرې اکثره غرنۍ سیمې خالي شوي او خلکو ترې کډې کړي دي.

د کونړ ولایتي اداره وايي چې تېرو څلورو میاشتو کې د کونړ له پنځو ولسوالیو څخه تر درې سوه کورنۍ د پاکستاني توغندیزو بریدونو له امله کډوالې شوي چې خوندي سیمو ته کډه شوي او ژوند یې تریخ شوی دی.

د کونړ په دوو سرحدي ولسوالیو باندې د ډیورنډ د کرښې له هغې غاړې د توغندیو دا بریدونه د جمعې په ورځ کابل ته د پاکستان د صدراعظم شاهد خاقان عباسي د سفر وروسته شوي دي.

افغان او پاکستاني مشرانو د جمعې په ورځ په کابل کې د خبرو په پای کې اعلان وکړ، چې دواړه هیوادونه په اوو مسلو سره سلا شوي، چې د توغندیو او هوايي بریدونو بندیدل هم په کې شامل دي.

په کابل او اسلام اباد کې په دې خپرو شوو اعلامیو کې ویل شوي، چې دواړو خواو موافقه کړې، چېد یو بل د فضايي او ځمکني حریم له سرغړونو څخه ډډه وکړي.

تر اوسه پاکستان د دغو توغندیو د ویشتلو په اړه د افغان حکومت د چارواکو ادعاو ته غبرګون نه دی ښودلی.

XS
SM
MD
LG