د لاس رسي وړ اتصالات

په دوه کلونو کې'۶۲۹' پاکستانۍ نجونې په چینایانو خرڅې شوي – څیړنه


د فرانسې خبري اژانس وایي په پاکستان کې وروستیو څیړنو ښودلې چې په تیرو دوو کلونو کې څه دپاسه ۶۰۰پاکستانۍ نجونې په چینایانو باندې د واده په نوم "خرڅې" شوي دي.

راپور زیاتوي چې دغه نجونې لومړی چین ته د واده په نوم بیول شوي او وروسته ځینو غیر اخلاقي کارونو ته مجبوره شوي دي.

سره له دې چې د دغو نجونو په اړه د جون په میاشت کې څیړنې پیل شوې وې، خو د دولتي چارواکو د لاسوهنو له کبله د دغې قضیې څیړونکي تر سخت فشار لاندې وو. ښایي پر څیړونکو باندې دغه فشار د پاکستان او چین تر منځ د ښو اړیکو د خرابیدو له ویرې راوړل شوی وي.

همداراز د اکتوبر په میاشت کې د فیصل اباد یوې محکمې ۳۱ چینایان بې ګناه اعلان کړل چې د ښځو د قاچاق په تور دغې محکمې ته وړاندې شوي وو. هغه ځکه چې ګڼو هغو ښځو په محکمې کې په علني توګه له شاهدۍ ورکولو ډډه وکړه چې دغه کسان یې محکمې ته کش کړي وو. داسې ګونګوسي شته چې ښایي دغه میرمنې ویرول شوې وي او یا هم رشوت ورکړل شوی وي.

د دغو پیښو په غبرګون کې د پاکستان تحقیقاتي ادارې مرکزي حکومت ته د دغو ودونو په اړه د (درواغو ودونو) په نوم یو راپور هم لیږلی و. په دغه راپور کې د ښځو په چاقاق کې د ۵۲ چینایانو او ۲۰ پاکستاني سړیو د لاس درلودلو په اړه څیړنې شوې وې. په دغو ۵۲ چینایانو کې هغه ۳۱ کسان هم شامل وو چې د اکتوبر په میاشت کې د فیصل اباد یوې محکمې بیګناه اعلان کړي و.

د فرانسې خبري اژانس څه موده وړاندې په یو بل راپور کې ویلي وو چې ډیری وخت د میرمنو د قاچاق قربانیانې، په پاکستان کې اوسیدونکي عیسويان دي. عیسویان ځکه په نښه کیږي چې د دوي اقتصادي وضعیت د نورو په پرتله خراب دی.

د نجونو د قاچاق خبره په کال ۲۰۱۸ کې هغه وخت رسنیزه شوه چې ځینې قاچاق شوې میرمڼې له خپلو میړونو څخه د طلاق اخیستو وروسته بیرته پاکستان ته ستنې شوې او په خپلو میړونو یې عریضې وکړې.

XS
SM
MD
LG