د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستاني ډرایوران د موقتي اسنادو ترلاسه کولو کې له ځنډ شکایت کوي


له افغانستان څخه په لومړي ځل جون په دريیمه د موقتي اسنادو پواسطه لارې پاکستان ته تیرې شوې وې، خو پاکستاني ډرایوران وايي په پیښور کې د طالبانو ترکنټرول لاندې افغانستان قونسګرۍ څخه یې تراوسه موقتي اسناد نه دي ترلاسه کړي.
له افغانستان څخه په لومړي ځل جون په دريیمه د موقتي اسنادو پواسطه لارې پاکستان ته تیرې شوې وې، خو پاکستاني ډرایوران وايي په پیښور کې د طالبانو ترکنټرول لاندې افغانستان قونسګرۍ څخه یې تراوسه موقتي اسناد نه دي ترلاسه کړي.

د پاکستان د بار وړنکیو لاریو ځینې چلونکي وايي دوی افغانستان ته د تګ په موخه د ننوتلو لنډمهال اسنادو ترلاسه کولو لپاره په پېښور کې د طالبانو تر واک لاندې قونسلګرۍ کې کاغذونه جمع کړي خو لا تراوسه ورته د تګ اجازت نامه یا لنډمهال اسناد نه دي ورکړل شوي.

د پېښور یو لارۍ چلونکي محمد افضل امریکا غږ ته وویل، دوی پنځو ملګرو ډرایورانو چې پکې ځینې د خرلڅۍ او ځینې د غلام خان له لارې افغانستان ته ځي، د جون پر پینځمه نېټه د طالبانو تر واک لاندې په پېښور کې د افغانستان په قونسلګرۍ کې د ننوتلو لنډمهال اسنادو (ټي اې ډي) لپاره خپل شاختي کارتونه او د ډرایورۍ لایسنسې او سل ډالره فیس چې د شپږو میاشتو لپاره دی جمع کړی خو لاهم ورته اسناد نه دي ورکړل شوي.

محمد افضل زیاتوي، ”موږ ته يې د جون میاشتې ۱۵مه نېټه راکړې خو داچې څومره د ځنډ ښکار کېږي نو موږ ته تاوان راکوي، ځکه چې ترڅو موږ ته اسناد نه وي راکړل شوي نو لارۍ به مو ولاړې وي. “

د جون پر درېیمه د خرلڅۍ له لارې ځینې بار وړونکي لاریو ته له افغانستان څخه پاکستان ته په موقتي اسنادو باندې د تللو اجازه ورکړل شوې وه.

د پاکستان او افغانستان د سوداګرۍ ګډې خونې مرستیال مشر ضیاالحق سرحدي امریکا غږ ته وویل،”زموږ د افغانستان او پاکستان د سوداګرو ګډې خونې له ډېره وخت راهیسې هلې ځلې کولې چې د دواړو خواوي سوداګري ازاده شي. “

دی زیاتوي چې حکومت اوس د یوه کال لپاره په لنډمهال اسنادو پاکستان ته له افغانستانه د بار وړونکیو لاریو د تګ اجازت ورکړ خو دا اسناد به شپږ شپږ میاشتې وروستو نوي کېږي. او افغان ډرایوران کولی شي چې په کابل او کندهار کې د رخصتۍ د ورځې سربېره هره ورځ د پاکستان سفارت ته ورشي او د خپلو موقتي اسنادو لپاره درخواست ورکړي. او دا رنګ پاکستاني ډرایوران کولی شي چې په کوټه او پېښور کې د خپلو لنډمهاله اسنادو لپاره غوښتنلیک جمع کړي.

ښاغلی سرحدي دا هم وویل چې دوی له حکومته غوښتل چې په دې اجازت نامه کې دې د افغانستان پاکستان ټرانزټ ټرېډ لوظنامه کال ۲۰۱۰ هم پر ځای کړي چې دغه ډول د افغانستان ټرانزټي سوداګري هم پیل شي چې پکې له کراچۍ بندره د پاکستان له لارې افغانستان ته مالونه انتقالیږي نو له دې سره به دواړو هیوداونو او د لاریو مالکانو ته ډېره ګټه ورسیږي او یوه سوداګریزه فضا به جوړه شي او په کرار کرار به د دواړو هیوادونو ترمینځ اړیکې هم پیاوړې شي.

ښاغلي سرحدي وايي،‌”حکومت له موږ سره لوظ کړی چې دوه میاشتې وروستو به افغانستان ټرانزټ ټرېډ شروع شي نو دا یو پیل وو چې بې له پاسپورټ او ویزې د افغان بار وړونکو لارو ډرایوران پاکستان ته داخل شو. “

د پاکستان افغانستان د ټرانسپورټ د اتحاديې مشر حاجي محمد نور احمدزي امریکا غږ ته وویل، باید چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت هم ژر تر ژره دغه لنډمهال اسناد ورکړي ځکه چې د ځنډ له امله به ډرایورانو ته تاوان رسیږي، نوموړي امریکا غږ ته د افغانستان او پاکستان ترمېنځ د وړونکیو راوړونکیو توکیو په اړه وویل،”موږ له افغانستانه پاکستان ته تر ټولو زیاته د ډبرو سکاره راوړو، پاسته کاڼي (سوفټ سټون)، ترکارۍ، وچې مېوې او شنې مېوې او دا رنګ افغانستان ته د تاجکستان او ازبکستان څخه تازه مېوې، لوبیا او دالونه راځي هغه هم موږ پاکستان ته انتقالوو او له پاکستانه هم بوره، دارو، اوړه، د برېښنا سامونونه، څاروي د المونیم سامانونه او نور خوراکي توکي افغانستان ته وړو. “

د افغانستان او پاکستان د ټرانزټې سوداګرۍ د ارزښت په اړه په اسلام اباد کې د نړیوال اسلامي پوهنتون استاد او اقتصاد پوه پروفېسر ډاکټر معراج الحق امریکا غږ ته وویل، د اقتصادو د قوانینو له مخې یو هېواد هله په اقتصادي توکه پیاوړی کېږي چې د هغه هیواد د ګټې سرچینې ډېرې وي او له هېواده بهر مالونه لیږي او که هغه خام مالونه وي او که نور پیداوري توکي وي هغه نورو هېوادونو ته لېږي نو له دې سره ګټه او امدن پیدا کېږي.

نوموړی زیاتوي:”نو په دې منطقه کې افغانستان او پاکستان داسې هېوادونه دي چې د یو بل لپاره ډېر لوی ارزښت لري او دواړه هېوادونه د یو بل د مارکېټونو څخه ګټه پورته کولی شي. تاسو وګورئ له افغانستان سره سمندر نشته او له پاکستان سره سمندر دی نو افغانستان د خپلې ټرانزټې سوداګرۍ لپاره د پاکستان بندر کاروي، د پاکستان سړکونه به کاروي نو له دې به پاکستان ته د مالیو په مد کې ډېره ګټه ترلاسه کېږي او که داسې نه وي نو بیا له افغانستان سره دوېیمه لار د ایران ده او تاسو کتلي وو چې په دې وروستیو کې داسې خبرونه راغلي وو چې افغانستان خپله د سوداګرۍ ډېره برخه ایران ته اړولې ده، نو باید چې پاکستان او افغانستان خپلمینځي سوداګرۍ ته لومړیتوب ورکړي او سوداګري له سیاست سره ونه تړي ځکه چې اکثره کتل شوي چې د دواړو هېوادونو ترمینځ تاوتریخوالی راغلی نو سوداګري اغېزمنه شوې او د دواړو هېوادونو ترمینځ لارې تړل شوي دي. “

بل خوا په پېښور کې د طالبانو تر واک لاندې قونسلګرۍ کې د ټرانسپورټ اتاشي وحیدالله همت امریکا غږ ته وویل،”دا لنډمهال اسناد چې څنګه پاکستان ورکړي هم دا رنګ به يې افغانستان ورکوي په دې کار روان دی او ډېر ژر به موږ دغه لنډمهال اسناد ورکول پیل کړو.“

د پاکستان او افغانستان د سوداګرۍ د ګډې خونې په وینا د دواړو هېوادونو ترمینځ سوداګري د ۲۰۱۴ او ۲۰۱۵ کلونو پرمهال دوه اعشاریه پینځه (۲.۵) میلیارده ډالرو ته رسېدلې وه، خو وروسته بیا د داوړو هېوادونو ترمینځه دغه سوداګري نوره هم راکمه شوه او د دې لامل دا وو چې یو وخت پر تورخم او چمن د ډیورنډ کرښې بندېدل او په ډرایوانو ته پر ډیورنډکرښه د لټون عملیات وو چې اکثره به د ځنډېدلو له وجې په لاریو کې بار ترکارۍ او نورې مېوې به خرابېدې چې سوداګرو ته به ډېر تاوان رسېدو.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG