د لاس رسي وړ اتصالات

د کابل د برېد په هکله پاکستاني کارپوهان په یو نظر ندي


پرون د چارشنبې په ورځ ( مۍ ٣١) په کابل کې په یوې خونړۍ حملې کې لږترلږه ٩٠ تنه ووژل شول. د افغانستان د ملي امنیت د دغې حملې پړه د حقانې په شبکې او د پاکستان په استخباراتې ادارې واچوله.

په اسلام اباد کې د پالیسیو د مطالعاتو د انسټیټیوټ د دفاعي چارو کارپوه سید نذیر وایي چې معولا د افغانستان استخبارات د دی پر ځای چې خپل مسئولیت سم ادا کړي د خپلې ناکامۍ پړه په پاکستان اچوې هغه وایي چې اوس په پاکستان کې ترهگر نشته. سید نذیر د امریکا غږ ته وویل "د امریکا سناتورانو، د روسیې جنرالانو د وزیرستان دوره کړیده او ویلي یې دي چې د دغې سیمې نه ترهگر ختم شويدي."

ښاغلی نذیر دا هم وایي چې پکار ده د پاکستان او د افغانستان استخبارات په دی برخه کې د یو بل سره همکاري وکړي. هغه وویل

"دا خو حالات جنگ دی، په یو بل باندې د تورونو لگولو نه باید ډډه وشي. ځکه چې دا واکمنانو ته نه بلکې خلکو ته تاوان رسوي."

please wait

No media source currently available

0:00 0:07:59 0:00

په پېښور کې د عوامي نیشنل گوند صوبایي مشر افراسیاب خټک وایي چې د افغانستان د ملي امنیت په هکله دا ویل چې خپل مسولیت یې ندی پوره کړی، بیخې بېځایه خبره ده. هغه وایي "دا ظالمانه خبره ده چې د چا سره زیاتی وشي او داسې خبره ورته وکړې شي. که څوک داسې ووایي چې د پاکستان د پیښور د سکول برید پاکستان پخپله کړیدی نو دا به څنگه وي."

خټک وایي چې د افغانستان د ملي امنیت ادارې چې دغه تور لگولی دی نو شواهد به ورسره وي او هغوي به یې وړاندې کړي. خټک زیاتوي

"دا پرونې غم د غره هومره لوی غم دی چې په افغانانو راپریوتی دی. پاکستان ته پکار ده چې په عمل کې بدلون راولې یواځې ویناگانې نه کوي. د شوروي اتحاد په ضد د جهاد په وخت کې به هم خلکو ویل چې مونږ په افغانستان کې مداخله نه کوو ، اوس یې کتابونه لیکلي دی او سینې ډبوي چې مونږ دغه کار کړیدی."

please wait

No media source currently available

0:00 0:05:38 0:00

په پاکستان کې د کابل د حملې نه وروسته د مدني ډلې فعالینو او ځینو سیاستمدارانو په ټولنیزو رسنیو د افغانستان سره خپله خواږي څرگنده کړه او د حکومتونو نه یې غوښتي چې د گاونډی ملکونو ترمنځ د اړیکو د ښه کولو کوښښ دی وکړي.

د پاکستان حکومت د کابل دغه ادعاگانې رد کړیدي چې گونې په دغې برید کې د حقاني شبکې سره آی ایس آس مرسته کړیده او وایي چې د پاکستان سوله د افغانستان سره تړلې ده.


  • 16x9 Image

    نزرانه یوسفزۍ

    نزرانه غفار  د ۲۰۱۱ کال راهیسي په واشنګټن کې د امریکاغږ سره د ژورنالستې او نطاقې په حیث کار کوي. نزرانه یوسفزۍ د انګلستان د مانچسټر د پوهنتون نه د بشري حقونو او نړیوال قانون په برخې کې خپله ماستري اخیستې ده.

XS
SM
MD
LG