د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستاني هکرانو د افغانستان د مخکني حکومت کارکوونکي په نښه کړي 


فیسبوک وایي چې له پاکستان څخه یوه ډله هکرانو په افغانستان کې هغه کسان په نښه کړي چې د افغانستان پخواني حکومت سره یې کار کاوه.

د فیسبوک د څیړونکو یوې ډلې ویلي چې دا کار هغه مهال شوی چې طالبانو افغانستان تر خپلې ولکې لاندې راوست.

فیسبوک وایي چې دغه ډله سایډ کاپي‌ نومیږي او د فیسبوک افغان کارکوونکو سره یې د ځینو ویبسایټونو لینکونه یا تړوني شریکول چې مالوېر (malware) یې درلود او له همدغې لارې یې د خلکو وسایل څارل.

دغې ډلې په کابل کې د اردو، پولیسو او ملي امنیت په ګډون د افغانستان پخواني حکومت پورې تړلي کسان خپل هدف ګرځولي و.

د فیسبوک اداره وایي چې دغې ډلې د پاکستان څخه فعالیت کاوه او د ځوانو نجونو اکاونټونو او صفحو په جوړولو سره یې د پورته یادو شویو کسانو ترمنځ د اعتماد سازۍ لپاره هغوي ته بیلابیل لنډ پیغامونه لیږل او بیا یې د دوي د موبایلونو له لارې معلوماتو ته لاسرسی مونده.

سره له دې چې د کابل د مخکني حکومت د سقوط او طالبانو واکمنیدو په مهال د ګوګل، فیسبوک، لینکډ ان او ټویټر په شان کمپنیو د افغانانو خوندیتوب لپاره ځینې ګامونه واخیستل خو بیا هم د هکرانو له لخوا دغه ډول فعالیت پيښو راپورونه ورکړل شوي دي.

فیسبوک ویلي چې د سایډ کاپي‌ډلې له منځه وړلو څخه وړاندې یې د دغې ډلې ټول معلومات د امریکا د بهرنیو چارو وزارت سره شریک کړي دي.

XS
SM
MD
LG