د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان سرپرست صدر اعظم د طالبانو سره د همکارۍ ډیروالی غوښتی


طالبانو تر اوسه د پاکستان د سرپرست صدراعظم د لیک په هکله تبصره نده کړې.
طالبانو تر اوسه د پاکستان د سرپرست صدراعظم د لیک په هکله تبصره نده کړې.

د پاکستان سرپرست صدراعظم انور الحق کاکړ یکشنبه سپټمبر ۱۷ (وږي۲۶) په افغانستان کې د طالبانو رئیس الوزار ملا محمد حسن اخوند ته په یو لیک کې د دواړو هیوادونو اقتصادي او امنیتي ستونزو د حل لپاره د همکارۍ په ډیروالي ټینګار کړی.

د پاکستان د حکومت یو چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط امریکا غږ ته ویلي چې کاکړ پدې لیک کې د طالبانو د حکومت مشر څخه مننه کړې چې تیره میاشت یې ورته د صدراعظمۍ مبارکې ورکړې وه.

دې چارواکي همدارنګه ویلي چې په لیک کې د افغانستان د حکومت سره د امنیت په برخې کې اندیښنې شریکې شوي او پدې ټینګار شوی چې په ګډه ددې ستونزې د حل لارې چارې ولټول شي چې دواړه هیوادونه وکړی شي اقتصادي پرمختګ وکړي او سوداګري زیاته شي.

د پاکستان صدراعظم پدې لیک کې لیکلي، " سیمه ایز اتصال او سوداګري زمونږ د ولسونو د نیکمرغۍ لپاره دی. مونږ باید ډیر زیار وباسو چې دا ګډ اهداف تر لاسه کړو."

د پاکستان حکومت او په کابل کې د طالبانو حکومت تر اوسه ددې لیک په هکله تبصره نده کړې خو داسې مهال لیږل کیږي چې د اسلام اباد شکایتونه ډیر شوي.

پاکستاني چارواکي شکایت لري چې په افغانستان کې د طالبانو واک ته رسیدو راهیسې پدې هیواد کې د وسله والو بریدونه ډیر شوي او ادعا لري چې د همدې وسله والو مشران په افغانستان کې پټ دي او له هماغه ځای څخه په پاکستان کې د بریدونو بندوبست کوي.

خو طالبان بیا دا تورونه نه مني او وایي هیچا ته به اجازه ورنکړي چې د افغانستان د خاورې څخه د بل چا پر ضد کار واخلي.

د پاکستان سرپرست صدراعظم تیره اوونۍ امریکا غږ ته دا هم ویلي و چې د اړتیا پر وخت به په افغانستان کې دننه د پاکستاني طالبانو غورځنګ ټي ټي پي د پټیدو په ځایونو باندې نظامي عملیات او یا د بې پیلوټه الوتکو بریدونه وکړي.

هغه پرته لدې چې د دې عملیاتو جزیات ورکړي وویل ، " هر چیرته چې مونږ ګمان وکړو زمونږ د خاورې او ولس د خوندیتوب لپاره عمل کول ضروري وي، مونږ به یې وکړو."

هغه پدې مرکې کې ویلي: "پاکستان له خپل ځان څخه د دفاع حق لري. مونږ هر هغه اقدام، چې د هیواد د ساتنې لپاره ورته اړتیا وي ترسره به یې کړو. زه په دې اړه جزئیاتو باندې نه غږیږم، چې دا به څه ډول عملیات وي، خو کله یې، چې وخت راورسیږي پریکړه کوو، چې څه کار وکړو او څه باید ترسره شي او څه ترسره کولی شو".

په دې وروستیو میاشتو کې په پاکستان کې په تروریستي بریدونو کې زیاتوالی راغلی دی، د ځینو دغو بریدونو مسوولیت د تحریک طالبان پاکستان ډلې په غاړه اخیستی دی.

د پاکستان حکومت د طالبانو حکومت په دې تورن کړی، چې د تحریک طالبان ډلې غړیو ته د پناه د ورکولو ترڅنګ د ازاد فعالیت ترسره کولو اجازه هم ورکړې ده.

د چترال په سرحدي سیمه کې د روانې میاشتې سپټمبر په شپږمه د تحریک طالبان پاکستان د وسله والې ډلې له خوا د پاکستان د پوځ په دوو امنیتي پوستو د بریدونو وروسته د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وویل، چې ددغه برید او په همدې ورځ په تورخم کې د طالبانو د سرحدي ساتوونکو له خوا پر پاکستاني پوستو د بریدونو په اړه یې خپلې اندیښنې د طالبانو د حکومت چارواکو ته رسولي دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG