په پاکستان کې چارواکي وایي د سه شنبې په ورځ مۍ ۲۷ (جوزا شپږمه) د بلوچستان ایالت د نوشکي په سیمه کې د پولیو د واکسین د کمپاین یو امنیتي ساتونکی وژل شوی دی.
سیمه ایزې رسنۍ وایي چې په برید کې د واکسین کمپاین کوونکو ته زیان رسېدلی نه دی.
تر دې دمه کومې وسله والې ډلې او یا فرد د دغه برید مسئولیت نه دی منلی. په بلوچستان کې بلوڅ بیلتون غوښتونکي، پاکستاني طالبان او د داعش ډلې فعالې دي.
د ډان ورځپاڼې د راپور په اساس، د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري دا پېښه غندلې ده او د پولیو واکسین کوونکي یې ستایلي دي.
د روغتیا نړیوال سازمان وايي چې په اوسني کمپاین کې، چې د جون تر لومړۍ نېټې پورې به روان وي، تر پنځو کلونو کم عمره څه باندې ۴۵ ماشومانو ته واکسین شوی او شاوخوا ۴۰۰زره صحي کارکوونکي او واکسین کوونکي دا ماموریت مخې ته وړي.
پاکستاني مقامات وايي له ۱۹۹۰ کالونو راهېسې، چې د پولیو په ضد کمپاین پیل شوی، تر دې دمه څه باندې ۲۰۰ صحي کارکوونکي او پولیس ساتونکي وژل شوي دي.
افراطیان د پولیو کمپاین په ضد ناسم معلومات خپروي او ادعا کوي چې دا پروګرام د مسلمانانو د ماشومانو د عقیم کولو لپاره پلی کېږي.
پاکستان او افغانستان دوه هغه هېوادونه دي، چې لا هم په کې د پولیو پېښې شته او په روان کال کې د پولیو ۷۴ پېښې په پاکستان کې مشخصې شوې دي.
په افغانستان کې په روان کې د پولیو دوې پېښې ثبتې شوې او تېرکال ۲۵ پېښې ثبتې شوې وې.
فورم \ دبحث خونه