د لاس رسي وړ اتصالات

د ډرون برید کې د پاکستاني طالبانو مرستیال وژل شوی


پاکستاني طالبانو د دغه تحریک د مرستیال وژل کیدل تایید کړي دي. خالد محسود چې د سجنا په نامه هم پیژندل کیده د تیرې پنجشنبې په ورځ د شمالي وزیرستان د ګورواک په کلي کې د امریکايي ډرون یا بې پیلوټه الوتکې په بمبارۍ کې ووژل شو.

د پاکستاني طالبانو یوه ویاند رسنیو ته ویلي چې اوس مفتي نور ولي د دغې ډلې د مرستیال مشر په توګه ګمارل شوی دی. ویل کیږي چې د پاکستاني طالبانو مشر، ملا فضل الله، هم د مفتي نورولي ملاتړ کړی دی.

پاکستاني طالبان چې له څه باندې یوې لسیزې راهیسې د پاکستان د دولت په ضد جنګیږي د امریکايي بې پیلوټه الوتکو د بمباریو او دغه راز د پاکستاني پوځ د پراخو عملیاتو په لړ کې سخت ځپل شوي دي. د دغې ډلې څو مشران هم د ډرون په بریدونو کې وژل شوي دي.

XS
SM
MD
LG