د لاس رسي وړ اتصالات

ایټالیا کې یو شمېر پاکستانیان د ترهګرۍ په تور نیول شوي 


د شارلي هبدو د دغه کار خلاف په ځینو مسلمانو هېوادونو کې مظاهرې وشوې

په ایټالیا کې د ترهګرۍ ضد پولیس او نړیوال پولس وايي‌ چې ځينې مشکوک پاکستانیان یې نیولي چې د شارلي‌ هبدو په مجلې باندې د برید کوونکي سره یې اړیکې لري.

د ایټالیا پولیس وايي چې په ۲۰۲۰ کال کې یو پاکستاني "ظهیر حسن محمود" د اسلام پيغمبر ته منسوب د جنجالي کاریکاتور له خپرېدو څو اوونۍ وروسته په دوو کسانو برید کړی و او هغوی یې ژوبل کړي ‌وو.

پولیس وايي له دغه برید وروسته په ایټالیا کې او له ایټالیا څخه د باندې یو شمېر هغه پاکستانیان نیول شوي چې له حسن محمود سره یې مستقیمې اړیکې لرلې.

پولیسو نه دي‌ ویلي چې څومره کسان یې نیولي دي. د ایټالیا په شمال-لویدیځ کې د ګینوا په سیمه کې پولیس وايي د اروپا د ترهګرۍ ضد مرکز د فرانسې او هسپانیا د ترهګرۍ ضد د پولیسو سره په ګډه د دغو عملیاتو د همغږۍ چارې مخې ته وړلې.

په دې سیمه کې یو قاضي‌ د «نړیوالې ترهګرۍ» سره د تړاو لرلو په تور د ۱۴ کسانو د نیولو امر صادر کړی و.

د فرانسې خبري اژانس د سیمه ایزو رسنیو په حواله لیکلي دي‌ چې د دغو ۱۴ کسانو له ډلې یې اته نیول شوي چې « د بریدونو پلان یې جوړ کړی و او د یو اسلامي‌ افراطي شبکې» سره یې تړاو لره.

چارواکي وايي په لومړیو کې داسې ښکارېدل چې په برید کې یو تورن د ایټالیا په ګینوا کې اوسېږي، خو وروسته معلومه شوه چې د دغې شبکې ځینې نورغړي په فرانسې او هسپانیا کې دي.

د شارلي‌ هبدو طنزي مجلې د مسلمانانو پیغمبر ته منسوب یو کاریکاتور خپور کړی و چې له کبله یې په ځینو مسلمانو هېوادونو کې مظاهرې هم وشوې.
یو شمېر مسلمانو هېوادونو دا کار په داسې حال کې وغنده چې په ډیری اسلامي‌ هېوادونو کې دا کار «کفر» ګڼل کېږي.

XS
SM
MD
LG