د لاس رسي وړ اتصالات

کراکر: په بن کې دپاکستان نه ګډون ددغه هیواد په تاوان دی


کراکر: په بن کې دپاکستان نه ګډون ددغه هیواد په تاوان دی
کراکر: په بن کې دپاکستان نه ګډون ددغه هیواد په تاوان دی

په افغانستان کې د امریکا سفیر راین کراکر وايي چې دا به د پاکستان په تاوان وي چې د افغانستان په هکله د بن په دویم نړیوال کنفرانس کې ګډون ونکړي . دغه نړیوال کنفرانس د دوشنبې په ورځ پیلېږي. هغه دغه خبري د امریکا غږ د افغانستان د برخې سره په مرکه کې کړي دي.

پاکستاني چارواکي اوس هم پر خپلې پریکړې ولاړ دي چې د افغانستان د راتلونکې په هکله به د بن په دویم نړیوال کنفرانس کې ګډون نه کوي. پاکستان دغه پریکړه د ناټو د هغې بمبارۍ په غبرګون کې وکړه چې په لړ کې یې د افغانستان او پاکستان په سرحدي سیمو کې د ناټو په هوايي بمبارۍ کې د پاکستان ۲۴ عسکر ووژل شول.

په افغانستان کې د امریکا سفیر راین کرکر د امریکا غږ ته په مرکه کې وویل چې دا مایوسونکې مسله ده چې پاکستان په دې غونډه برخه نه اخلي، خو نوموړي وویل چې د پاکستان عدم حضور به د افغانستان پرمختګ سوکه نکړي.

هغه داسي وویل ،،که واضیح خبري وکړو، نو دا به د پاکستان په تاوان وي چې په دې غونډه کې ګډون ونکړي، د هغوي عدم حضور به د کنفرانس نتایج بدل نکړي،،.

د یادونې وړ ده چې د بن په نړیوال کنفرانس کې د نړۍ د ۸۵ هیوادونو نه استاځي برخه اخلي. دغه غونډه لس کاله وروسته د بن د لومړۍ غونډې نه دایریږي چیري چې د نړۍ مشرانو په افغانستان کې یو انتقالي حکومت جوړ کړ.

اوس په افغانستان کې د امریکا سفیر راین کراکر وايي چې نړیواله ټولنه به دغه ځل د افغانستان سره د امنیت، ثبات او سوکالۍ په برخو کې اوږدمهاله تعهد وکړي.

هغه داسي وايي:،،په کنفرانس کې د یادشویو نړیوالو ګډونوالو هدف دا دی چې افغانستان ته ووايي چې مونږ په تیرو لسو کلونو کې ستاسي سره وو او په راتلونکو لسو کلونو کې به هم ستاسو سره پاتي شو.

د امریکا سفیروايي چې هغه په افغانستان کې د طالبانو د رژیم د وړنګیدو نه وروسته په بیلابیلو برخو کې د پام وړ بدلونونه لیدلي دي.

هغه داسی وايي: ،،کله چې زه دلته لس کاله مخکي راغلم،نو یواځي ۹ لکه زده کونکي ښوونځیو ته تلل، نن دغه شمیره د ۸ میلیونو نه زیاته ده او ۴۰ په سلو کې یې انجوڼي دي. په افغانستان کې د خلګو عمر ډیر شوی دی، اقتصادي فعالیتونو زیات شوي دي چې دا ټول ډیر فوق العاده کارونه دي.،،

ښاغلی کراکر وايي چې په راتلونکو کلونو کې به تر دې لا زیات مثبت بدلونونه راشي.

ښاغلي کراکر دغه راز د روانۍ میاشت په پیل کې د ایتلافي قواوو نه و افغان ملي امنیتي ځواکونو ته د امنیتي مسولیت دلېږد د بهیر د دویم پړاو په پرانیستلو کې مرسته وکړه.

ټاکل شوې ده چې د نړۍ مشران به د بن په دویم نړیوال کنفرانس کې پر دې باندي خبري وکړي چې د ۲۰۱۴ کال نه وروسته به په افغانستان کې د ایتلافي قواوو نقش څه وي؟

  • 16x9 Image

    حسیب الکوزی

    حسیب الکوزی د ۲۰۰۹ کال راهیسې د امریکا غږ سره په واشنګټن کي کار کوي. الکوزي د امریکا د جورجټون د پوهنتون څخه د نړیوالو اړیکو  په برخه کي د لیسانس سند ترلاسه کړی او د امریکا د جانس هاپکینز د پوهنتون څخه يې د نړیوال امنیت او اقتصاد  په برخه کې ماستړي اخیستې ده. اوسمهال د امریکن  پوهنتون څخه د نړیوال پرمختګ په برخه کې پر خپلې دویمې ماسټرۍ کار کوي.  هغه د ویب پاڼې ترڅنګ د آشنا راډیو خبري او سیاسي خپرونې پر مخ بیايي او د آشنا تلویزون سره هم همکاري لري. امریکا ته د راتګ څخه مخکي یې په افغانستان کي په بیلابیلو  نړیوالو ادارو کې کار کړی دی.

XS
SM
MD
LG