د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان او پاکستان بله میاشت درې شل اوریزې لوبې کوي


ټاکل شوې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله د را روانې مارچ د میاشتې په پای کې د پاکستان د کرکټ د ملي لوبډلې سره په عربي متحده اماراتو کې د شلو شلو اورونو درې لوبې وکړي.

د پاکستان د کرکټ بورډ مشر نجم سیټي دا اعلان په ټویټر کې کړی.

ښاغلي سیټي په ټویټر کې لیکلي، " خوښ یم چې اعلانوم د پاکستان کرکټ بورډ به د مارچ د میاشتې په پای کې د افغانستان د کرکټ بورډ سره په شارجې کې درې شل اوریزې لوبې وکړي".

سره لدې چې د دې لوبو دقیقه نیټه تر اوسه نده اعلان شوې او افغانستان هم پدې هکله څه ندي ویلي خو نجم سیټي ویلي دا لوبې د افغانستان سره د اسټرالیا د لوبډلې سره د لوبو د لړۍ لغوه کیدو پر ځای کیږي.

د پاکستان د کرکټ بورډ مشر د روانې میاشتې په سر کې هم ویلي و چې که د پاکستان حکومت اجازه ورکړي د افغانستان د کرکټ بورډ په غوښتنې به د افغان لوبډلې سره درې شل اوریزې لوبې وکړي.

ښاغلي سیټي دا ندي ویلي چې آیا د حکومت سره یې خبرې شوي که نه.

د پاکستان د کرکټ بورډ مشر داسې مهال دا خبرې کوي‌ چې د استرالیا کرکټ بورډ په افغانستان کې د طالبانو د حکومت له لوري د نجونو په تعلیم او کار باندې د بندیز په غبرګون کې له افغان لوبډلې سره خپلې درې پلان شوې لوبې لغوه کړې.

افغان کرکټ‌ بورډ دا پرېکړه یوه اړخیزه او سیاسي وبلله او افغان لوبغاړو هم وغندله.

د پاکستان د کرکټ بورډ مشر نجم سیټي‌ د نجونو د تعلیم مسئله د افغانستان داخلي موضوع وبلله. د پاکستان او افغانستان ترمنځ شل اوریزې لوبې د مارچ په میاشت کې پلان شوې چې عواید به یې ۵۰-۵۰ فیصده په دواړو هېوادونو باندې وېشل کېږي.

دا لوبې د افغانستان او پاکستان د کرکټ د ملي لوبډلو تر منځ د لوبو لومړنۍ دوه اړخیزه لړۍ ده.

XS
SM
MD
LG