د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان کې د کرونا واکسین تطبیق راتلونکې اونۍ پيلیږي 


د پاکستان حکومت په پام کې لري چې طبي کارکوونکو ته د واکسین د تطبیق لړۍ راتلونکې اونۍ پیل کړي.

د پاکستان د پلان او پرمختیا وزیر، اسد عمر چې د کرونا وبا د خپریدو د مخنیوي له هڅو څخه نظارت کوي د چهارشنبې په ورځ جنوری ۲۷‌( سلواغه ۸) په خپل ټویټر کې ددغې برنامې د پیل په اړه خبر ورکړی.

ښاغلي عمر لیکلي: د واکسیناسیون سیستم چمتو شوی. په ټول هیواد کې به د کرونا واکسین د تطبیق لړۍ په سلګونو مرکزونو کې پیل شي. انشاالله روغتیایي کارکوونکو ته به د واکسین د تطبیق لړۍ راتلونکې اونۍ پیل شي.


چین وعده کړې چې د دغه هیواد سینوفارم په نوم شرکت کې د کرونا تولید شوي واکسین نږدې ۵۰۰ زره ډوزه به پاکستان ته په وړیا توګه ورکوي.

پاکستاني چارواکو هم منلې چې ددغه واکسین لومړۍ برخه به د شنبې په ورځ‌ پاکستان ته ورسیږي.

XS
SM
MD
LG