د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان په اردو نیوکې او د پښتون ژغورنې غورځڼګ ملاتړ سانسوروي -راپور


د بشري حقوقو د ملاتړ یوه اداره وايي چې د پاکستان دولت په انټرنټ کې ټول هغه خبرونه او لیکنې بندوي چې د دولت په ضد او یا هم د پښتون ژغورنې غورځنګ په ملاتړ لیکل شوې وي.

د”بایتس فور آل“ سازمان د یو راپور په خپرولو سره ویلي چې په پاکستان کې هغه خبریالان او مدني مبارزان چې د هیواد د انترنیټي جرمونو د قانون پر ضد غږ اوچتوي، حکومت هغوی په بیلابیلو ډولونو ځوروی.

”بایتس فور آل“په پاکستان کې یو غیر دولتي سازمان دی چې د اړیکو او معلوماتي ټکنالوژۍ په برخه کې څیړنې کوي.

دغه سازمان زیاتوي چې د پاکستان امنیتي ادارې له بیلابیلو لارو چارو نه کار اخلي او هڅه کوي چې په مجازي نړې کې د دغه هیواد د اوسیدونکو د ازادۍ مخه ونیسي.

په دغه راپور کې راغلي چې له ۵۰ سلنې څخه ډیر پاکستاني خبریالان په دې باور دي چې د امنیتي ادارو د سخت نظارت لاندې دي. ځینو خو لا ویلي دي چې هغو کسانو ته په وار وار د مرګ ګواښونه هم شوي دي چې دوي ته یې معلومات راوړل.

په دغه راپور کې دا هم راغلي چې تر ۶۳ سلنې ډیر پاکستاني خبریالان د امنیتي ادارو له ویرې پخپله، خپلې لیکنې سانسوروي.

همداراز د”بایتس فور آل“ سازمان ادعا کړې چې په بلوچستان کې د بیلتون غوښتونکو بلوچانو د فعالیت په اړه په راپورونو کې تل د دولتي ادارو لخوا ګوتې وهل کیږي او ځینې وخت خو د خبرونو د نشرولو مخه هم نیول کیږي.

د پاکستان حکومت څه موده وړاندې په دغه هیواد کې د امریکا غږ پښتو ویبسایټ (ډیوه) د پښتون ژغورنې د غورځنګ په اړه د خبرونو خپرولو له کبله بند کړی و.

XS
SM
MD
LG