د لاس رسي وړ اتصالات

د پکتیا په څمکنیو کې نننۍ جګړه پای ته ورسیده


د پکتیا په څمکنیو کې نننۍ جګړه پای ته ورسیده
د پکتیا په څمکنیو کې نننۍ جګړه پای ته ورسیده

د پکتیا ولایت چارواکي وايي ددغه ولایت د څمکنیو په ولسوالۍ کې د طالبانو په برید کې یو پولیس وژل شوی او د ولسوالۍ د امنیه قومندان په ګډون څلور نور پولیس زخمي شوي دي.

د پکتیا د ولایت یوه ویاند وویل چې څو تنو ځان وژونکو او په درندو وسلو سمبالو جنګیالیو د څمکنیو په ولسوالۍ کې نن په داسې حال چې د محلي سېپېن ږیرو او مشرانو غونډه روانه وه حمله وکړه.

په غونډه کې په کابل کې په یوه جرګه کې د ګډون په اړه خبرې کېدې.

حکومتي چارواکو وویل چې افغان او ایتلافي ځواکونو ځوابي حمله وکړه او د دواړو خوا تر منځ جنګ شروع شو.

له دې یوه ورځ مخکې ددې ولایت تر څنګ د پکتیکا ولایت په برمل ولسوالۍ کې چارواکو وویل چې شاووخوا ۶۰ طالبان هغه وخت ووژل شول چې د پاکستان سرحد ته څېرمه د ناټو د ځواکونو پر یوې پوستې یې برید وکړ.

XS
SM
MD
LG