د لاس رسي وړ اتصالات

د لویې پکتیا خلګو د توقع نه زیات انتخاباتي کارټونه اخیستي


په پکتيا، پکتيکا او خوست ولایتونو کې د انتخاباتو د کمېسيون مسوولين وايي چې دغو ولايتونو کې د توقع خلاف زياتو خلکو د رايې اچونې کارتونه اخيستې دي.

په مجموع کې په خوست پکتيا او پکتيکا ولايتونو کې په انتخاباتو کې د ګډون لپاره د نوم ليکنې پروسه ښه بلل شوې او په ترڅ کې يې نږدې يو نيم لک کسانو د رايې کارتونه اخيستي دي.

په پکتيا کې د ټاکنو د خپلواک کميسيون د عامه پوهاوي مسوول شيرعلي فيضي امريکا غږ ته وويل چې په تېرو څلورو مياشتو کې په دغه ولايت کې نږدې شپېته زره کسانو نوم ليکنه کړې ده.

هغه وايي، په ياد شوي شمېر کې کابو ۲۴ زره ښځو د رايې کارتونه اخيستي دي چې دا د جمهوري رياست او ولايتي شوراګانو په راتلونکو ټاکنو کې د خلکو علاقمندي ښيي.فیضي داسي وايي ،،۵۷ زره کسانو نوم ليکنه کړې، چې ۳۲ زره سړي او ۲۴ زره ښځې دي. دغه لړۍ د ميزان له ۶ نه شروع او د لړم د مياشتې تر ۱۹ نېټې پورې ده. په اړونده ولسواليو کې پای ته رسېږي، خو په مرکز ګردېز کې يو مرکز پاتې کېږي،،.

د ستونزو برسیره په پکتیا کې د نوم لیکنې لړۍ ښه روانه ده


که څه هم د پکتيا په يو شمیر ولسواليوو کې د نوم ليکنې ګرځنده ټيمونو ځينې ستونزې لرلې، خو شېرعلي فيضي وايي چې نسبت ګاونډيو ولايتونو ته په پکتيا کې د نوم ليکنې د پروسې بهير په ښه ډول ترسره شوی دی.

د پکتيا د ټاکنو د دفتر دغه مامور وايي چې ګرځنده ټيمونه به د نوم ليکنې روان بهير نور هم ګړندی کړي او د لېرې پرتو سيمو خلک به وکولای شي چې د رای اچونې کارتونه واخلي. هغه په دې اړه وايي،، ګرځنده ټيمونو د مرکز ګردېز په ګډون په ټولو ولسواليو کې د ميزان په ۶ نيټه پيل کړی دی. خوشبختانه تر اوسه د کومې امنيتي ستونزې سره نه دي مخامخ شوي،،.

همدارنګه د کره معلوماتو له مخې په پکتيکا ولايت کې څه باندې ۴۶ زره کسانو د رايې کارتونه تر لاسه کړي چې کابو۴۵ فيصده يې ښځې تشکيلوي.

مسوولين وايي چې د پکتيکا د يوسف خېلو له ولسوالۍ پرته چې د نوم ليکنې پروسه پکې له ځنډ سره مخامخ وه په نورو ټولو ولسواليو کې دغه بهير ښه ترسره شوی دی.

دغه راز د خوست د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون د عامه پوهاوي مسئول صاحب الدین ځدران امريکا غږ ته وویل چې په دغه ولايت کې د نوم لیکنې پروسه په ښه ډول سره پای ته رسیدلې او پر وړاندې يې کومې جدي ننګونې نه دي رامنځته شوې.

هغه زياته کړه، چې په دې ولايت کې د نوم لینکې په دیارلسو مرکزونو کې له ۵۵ زرو زیاتو کسانو نوم لیکنه کړې، چې له هغې جملې څخه پنځلس فيصده يې ښځې دي. هغه زياتوي چې نسبت ګاونډيو ولايتونه په خوست کې د نوم ليکنې په پروسه کې د ښځو ونډه کمه ده.هغه داسی وايي ،، په خوست کې تر ۵۵ زره ډېرو خلکو نوم ليکنه کړې ده، چې له دې جملې څخه پنځلس فيصده يې ښځې جوړوي. د خوست ولايت په کچه د نوم ليکنې يو مرکز پاتې کېږي،،.

په يادو شويو ولايتونو کې د رايې اچونې د زياتو کارتونو د ویش علتونه د انتخاباتو په برخه کې عامه پوهاوی او په راتلونکو ټاکنو کې د خلکو علاقمندي بلل کېږي.

که څه هم د پکتيا او پکتيکا په امنو ولسواليو کې خلکو د نوم ليکني په بهير کې د توقع خلاف زياته برخه اخيستې خو بايد وويل شي چې په يو شمېر ناامنه سيمو کې لاهم خلک نه دي توانيدلي چې د رايې اچونې کارتونه تر لاسه کړي.
  • 16x9 Image

    ابراهيم رحيمي

    ابراهيم رحيمي د خوست د شيخ زايد پوهنتون د ژورناليزم پوهنځی لوستی او د ژورناليزم په ډګر کې يوولس کاله تجربه لري. هغه د ۲۰۱۱ ميلادي کال راهيسې په جنوب ختيځ کې د امريکا غږ خبريال دی. دمخه يې د افغانستان دننه په يو شمېر رسنيو کې کار کړی دی.

XS
SM
MD
LG