د لاس رسي وړ اتصالات

په پکتيکا کې چاودنې د يوې کورنۍ۷ ماشومان وژلي دي


ارشیف
ارشیف
په پکتيکا ولايت کې د يوې بمي چاودنې په نتيجه کې د يوې کورنۍ اووه ماشومان ووژل شول او درې نور ټپيان شول. د پکتيکا د والي وياند مخلص افغان امريکا غږ ته وويل چې دغه بمي چاودنه د دوشنبې په ورځ له غرمې وروسته درې بجې د دې ولايت د خير کوټ ولسوالۍ د ملېزو په سيمه کې هغه وخت پر ماشومانو وشوه چې ماشومان په لوبو لګيا وو.

مخلص افغان وويل چې څلور ماشومان ځای پر ځای وژل شوي او درې نورو ماشومانو په روغتون کې ساه ورکړه.نوموړي زياته کړه چې په دې پېښه کې درې نور ماشومان ټپيان شوي هم دي چې روغتيايي وضعيت يې نازک ښودل شوی او پلازمېنې کابل ته انتقال شوي دي.

د وژل شويو ماشومانو د کورنۍ مشر عبدالحميد ويلي دي چې وژل شوي ماشومان ټول د ده لمسيان او په پکتيکا ولايت کې د اقرا په نوم د يوه خصوصي ښوونځي زده کوونکي وو.

د پېښې عيني شاهدان وايي چې بم د پوليسو په يوه پخوانۍ پوسته کې ځای پر ځای شوی و او هغه مهال وچاودید چې ماشومانو لوبي کولې.

د پکتيکا د والي له دفتر څخه امريکا غږ ته په يوه رالېږل شوي خبرپاڼه کې دغه پېښه په سختو ټکو غندل شوې او له امنيتي چارواکو يې د جدي پلټنې غوښتنه کړې ده.

د بشر حقوق وايي د ملکیانو په نښه کول د جنګي قوانینو خلاف کار دی

په جنوب ختيځو ولايتونو کې د بشري حقونو د دفتر وياند عادل عزيزي هم دغه پېښه وغندله او دا يې د جنګي قوانينو خلاف عمل وباله.

که څه هم ډېری بمونه د وسله والو طالبانو له لوري افغان حکومت او ناټو ځواکونو ته ځای پر ځای کېږي خو تر اوسه د دغې پېښې مسووليت چا پر غاړه ندی اخيستی.

دا په داسې حال کې ده چې د بشري حقونو د کمیسيون مسوولينو په دغه زون کې د ملکي افغانانو د تلفاتو د ډېرېدا خبر ورکړی و.

په پکتيا کې د بشري حقونو سيمه ييز دفتر ويلي وو چې په پکتيا، پکتيکا او خوست ولايتونو کې د تېر کال په پرتله سږکال په بمي چاودنو، ځانمرګو بريدونو او د ناټو او افغان ځواکونو د عملياتو په ترڅ کې د ملکي افغانانو وژنه ۲۵ فيصده لوړه شوې ده.

د معلوماتو له مخې په تېرو شپږو مياشتو کې تر سلو زيات ملکي کسان وژل شوي چې اکثريت يې ماشومان دي. همدارنګه نږدې دوه ينم سوه نور ټپيان شوي دي چې ۷۰ تنه ماشومان او ۲۵ ښځې پکې شاملې دي.
XS
SM
MD
LG