د لاس رسي وړ اتصالات

د خوشامند امنیه قوماندان ووژل شو


پکتيکاکې پولیس وایي،طالبانو د خوشامند ولسوالۍ د جمجمې په سيمه کې کمين نیولی وو چې په ترڅ کې یې امنیه قوماندان ووژل شو.
پکتيکاکې پولیس وایي،طالبانو د خوشامند ولسوالۍ د جمجمې په سيمه کې کمين نیولی وو چې په ترڅ کې یې امنیه قوماندان ووژل شو.

د پکتیکا ولایتي چارواکي وایي، تیرماښام ددغه ولایت د خوشامند د ولسوالۍ امنیه قوماندان او پنځه ساتونکي د طالبانو په یو برید کې وژل شوي.

د پکتيکا د امنيت امر سمونمل عبدالروف مسعود امريکاغږ ته وويل، دغه بريد تېرماښام د خوشامند ولسوالۍ د جمجمې په سيمه کې مخکې له مخکې په کمين کې ناستو وسله والو طالبانو ترسره کړی دی.

هغه وويل، بريد داسې مهال شوی، چې امنيه قوماندان لومړی څارن قندهار له خپلو ساتونکو سره د پکتيکا له مرکز ښرنې څخه خوشامند ولسوالۍ ته ستنېده.

ښاغلي مسعود زياته کړه، په بريد کې درې پوليس ټپيان شوي هم دي، چې دا مهال د ښرنې په ملکي روغتون کې تر درملنې لاندې دي.

خو د مرکز ښرنې د روغتون رئيس ډاکټر چنارګل صديقي امريکاغږ ته وويل، چې تېرماښام روغتون ته پنځه پوليس په ټپي حالت کې ور وړل شوی او روغتيايي حالت يې څه ناڅه ښه دی.

طالبانو د بريد مسووليت منلی دی.

د ارزګان په دهراود کې سخته جګړه روانه ده
د بلې خوا نن سهار له پنجو بجو راهیسې د ارزګان ولایت د دهراود په ولسوالۍ باندې د طالبانو له خوا بريدونه پيل شوي دي.

د هرادود ولسوال امین الله خالقي امریکاغږ اشنا راډیو ته وويل چې په سلګونو وسله والو طالبانو د ولسوالۍ پر مرکز او ورڅېرمه سیمو بریدونه پيل کړي، چې جګړه لا په ډېرشدت سره روانه ده.

هغه وویل چې که په سیمه کې افغان ځواکونو ته په وخت مرسته ونه رسیږي نو د دغې ولسوالۍ د سقوط احتمال خورا زیات دی .

نوموړي زیاته کړه چې په جګړه تلفات هم شته خو اخري جزیات یې په لاس کې نشته .

خالقي زیاته وي چې د دې حملې په اړه يې ۳ ورځي مخکې ولایتي ادارې ته اوپه ځانګړې توګه امنیتي ارګانونو ته خبر ور کړی وو.

د ارګان دهراود لویه لار له تیرو دوو میاشتو راهیسې د ترافیکو پر مخ تړلې ده، چې له کبله يې عام خلک هم له سختو ستونزو سره مخ شوي دي .

د هرادود ولسوالۍ یوه اوسیدونکي سیدالله امریکاغږ ته وویل چې نن سهار وختي د ولسوالۍ په مرکز کې جګړې شدت پیدا کړی او اوس جګړ د ولسوالۍ په بازار کې روانه ده .

وسله والو طالبانو پدې اړه رسنیو ته څه ندي ويلي .

  • 16x9 Image

    ابراهيم رحيمي

    ابراهيم رحيمي د خوست د شيخ زايد پوهنتون د ژورناليزم پوهنځی لوستی او د ژورناليزم په ډګر کې يوولس کاله تجربه لري. هغه د ۲۰۱۱ ميلادي کال راهيسې په جنوب ختيځ کې د امريکا غږ خبريال دی. دمخه يې د افغانستان دننه په يو شمېر رسنيو کې کار کړی دی.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG