د لاس رسي وړ اتصالات

په لرې پرتو سیمو کی د پولیو د واکسین د تطبیق کمزورتیا


په پکتیکا کې د پولیو اړوند د عاجلې څانګې مشر محمدنور له امریکا غږ سره په خبرو کې وویل چې که ولایتي اداره دې برخې ته پاملرنه ونه کړي د برمل او نورو لرې پرتو سیمو ډیر ماشومان به د پولیو ویروسي ناروغۍ ښکار شي.

هغه وویل: "هغه مؤسسات چې صحي خدمات عرضه کوي، یوازي د صحي مرکزونو په شاوخوا کې ګرځي، او نورو لرې پرتو سیمو ته یې (تگ) ضعیف دي، ګرځنده روغتیايي ټیمونه یې نشته مونږ له دوی سره وار په وار په مجلسونو کې په دې خبرې کړي خو نتېجه یې نه ده ورکړې".

د برمل ولسوالۍ د منګړیتۍ د سیمې یو تن اوسېدونکی حمیدالله که څه هم واکسین اړین بولي خو په خبره يې چې د دوی سیمي ته د واکسین او روغتیايي اسانتیاوو په برخه کي بشپړه پاملرنه نه ده شوې.

حمیدالله همداراز وايي، که روغتیايي مسوولین يې سیمې ته توجه وکړي دوی به یې په تطبیق کې ورسره بشپړه همکاري وکړي.

د واکسین د برخې د مسوولینو ترڅنګ د سیمي خلک هم وېره لري که ماشومان یې په وخت د پولیو ضد واکسین نشي، کیدای شي چې ماشومان یې په فلج یا ګوزڼ اخته شي.

XS
SM
MD
LG