د لاس رسي وړ اتصالات

د لویې پکتیا جلغوزي د پاکستان په نامه خرڅېږي


په لويه پکتيا کې د جلغوزيو سوداګر وايي چې که د دوي لپاره په خپله سيمه کې صادراتي بازار جوړ شي، نو ډېره ګټه به وکړي. سوداګر وايي چې اوس د جلغوزيو قيمت د دې له امله لویدلی دی چې دولت ورته مناسب بازار نشي پيدا کولای.

خوست، پکتيا او پکتيکا د افغانستان له هغو سيمو بلل کېږي چې د جلغوزيو ښه پريمانه ځنګلونه لري او هر کال لس ګونه زره ټنه جلغوزي پاکستان او له هغه ځايه بيا نورې نړۍ ته صادروي.

اوسمهال په لويه پکيتا کې د جلغوزيو د راټولو موسم دی. سږکال د جلغوزيو حاصلات زيات دي، خو سوداګر وايي چې نرخونه يې چندان ښه نه دي.

دوي د دې لامل دا په ګوته کوي چې دولت د افغاني وچې ميوې لپاره مناسب بازار نشي پيدا کولای. او غوښتنه کوي چې د دغې ميوې لپاره دې په دې سيمه کې د بهرنيو سوداګرو لپاره مارکېټ جوړ کړي.

حاجي ساقي د پکتيا اوسېدونکی او د جلغوزيو کاروباري دی. هغه وايي چې د مناسب بازار د نشتون په صورت کې دغه وچه ميوه په نيمه بيه د دوي له لاسه وځي او نورې نړۍ ته د پاکستان په نوم صادرېږي.،،دا جلغوزي ځي پاکستان ته او له هغه ځايه نورې نړۍ ته د پاکستان په نوم صادرېږي. که چېرې په افغانستان کې د دې لپاره يو مرکز جوړ شي او نورې نړۍ ته د افغانستان په نوم صادر شي، دا به د افغانستان لپاره وياړ او ګټه وي،،.

حکومت دي راته زمینه مساعده کړي

حاجي رحيم چې د پکتيکا د ګيانې ولسوالۍ اوسیدونکی دی د جلغوزيو غوټې يې د سپړلو لپاره خوست ته راوړي دي.هغه زياتوي چې هرڅومره جلغوزي چې دوي بازار ته وړاندې کړي له اصلي قيمت څخه څو چنده ټيټ د دوي له لاسه وتلي او ګټه يې بهرنيو سوداګرو وړې ده.

هغه له دولته غوښتنه کوي چې د دغې وچې ميوې لپاره په افغانستان کې دننه يو مناسب مارکېټ جوړ کړي، چې دوی وکولای شي په خپل اصلي قيمت يې وپلوري. هغه په دې اړه امريکا غږ ته داسې وويل: ،،اوس موږ اړتيا لرو چې موږ ته دلته يو غټ مارکېټ جوړ شي او ګدام جوړ شي چې دا مال خراب نشي. د پاکستان ماليه او پرمټ ډېر مصارف لري،،.

د ارقامو له مخې تیر کال ۱۴ زره ټنه جلغوزي له لويې پکتيا څخه پاکستان ته صادر شوي وو او ويل کېږي چې سږ کال دا شمیره شل زره ټنو ته ورسېږي ځکه چې سږکال د جلغوزيو حاصلات ښه بلل کېږي.

د خوست د سوداګرۍ د خونو رئيس نواب اميرزی وايي تر هغې چې د جلغوزيو سوداګر رسمي جوازونه تر لاسه نه کړي دولت نشي کولای هغوي ته مناسب بازار بيا مومي.
نواب اميرزی وايي چې سږ کال د جلغوزيو ونو ښه وده کړې او د تېرو کلونو په پرتله سږ کال دغه ميوه زياته ده.

هغه په دې اړه وايي: ،،نه يوازې دا، چې دوی ته موږ ګُدامونه ورکړو، بلکې په بهر کې به ورته ښه بازار موندنه وکړو. مګر دا چې جوزاونه واخلي او د سوداګرۍ د خونو له رياست، مستوفيت او ګمرک سره يې راجسټر کړي،،.

کتونکي وايي، چې که د دغې ميوې بيه لوړه او ورته يو مناسب بازار جوړ شي، نو خلک بيا خپله دېته هڅول کېږي، چې د وهل کېدونکو ونو پرځای د جلغوزيو ونې کښېنوي.
  • 16x9 Image

    ابراهيم رحيمي

    ابراهيم رحيمي د خوست د شيخ زايد پوهنتون د ژورناليزم پوهنځی لوستی او د ژورناليزم په ډګر کې يوولس کاله تجربه لري. هغه د ۲۰۱۱ ميلادي کال راهيسې په جنوب ختيځ کې د امريکا غږ خبريال دی. دمخه يې د افغانستان دننه په يو شمېر رسنيو کې کار کړی دی.

XS
SM
MD
LG