د لاس رسي وړ اتصالات

ارګ:د څلور اړخیزو ناستو د ژمنو د عمل وخت رارسیدلی


ارګ دا غوښتنه په کابل کې د سه شنبې د ورځې د ځانمرګي برید وروسته کړې ده.
ارګ دا غوښتنه په کابل کې د سه شنبې د ورځې د ځانمرګي برید وروسته کړې ده.

په کابل کې د ملي امنیت په یوه ریاست د تېرې ورځې د خونړي برید وروسته نن د ولسمشرۍ ماڼۍ وویل چې لا هم د افغانستان، پاکستان، امریکا او چین ترمنځ د سولې څلور اړخیزه ناستو ته دوام ورکوي. خو تمه لري، چې ددې څلور اړخیزه ناستو هغه ژمنې چې د نه پخلا کېدونکو ډلو د ځپلو لپاره شوي ترسره شي.

د کابل ښار د پل محمود خان په سیمه کې د ملي امنیت د جګپوړو چارواکو په ریاست د تېرې ورځې د خونړي برید په غبرګون کې چې ۶۴ پکې ووژل شول او ۳۴۷ ټپيان شول، نن د ارګ ماڼۍ وویل لا هم له طالبانو سره د سولې د مذاکراتو لپاره څلوره اړخیزه چوکاټ ته ادامه ورکوي، خو ددې څلور اړخیزه ناستو هغه ژمنې دې عملي شي په کومو کې چې څلور واړو هیوادونو ژمنه کړه وه، ترڅو هغه ډلې وځپل شي چې سوله نه کوي.

د ولسمشر د ویاند مرستیال دواخان مینه پال امریکا غږ ته وویل "څلور اړخیزه ناستې د افغان حکومت ابتکار وو، ترڅو له دې لارې سیمیزه اجماع رامنځته شي، مونږ د هغو نتایجو په لټه کې یو، چې د څلور اړخیزه کمیسیون کې شوې وې، چې هغه که هره ډله د سولې د مذاکراتو نه سرغړونه وکړي باید په وړاندې یې اقدام وکړي، اوس وخت یې را رسېدلی دی، چې دغه ژمنه ترسره شي".

اجرائيه رئيس عبدالله عبدالله پاکستان ته خپل سفر وځنډوه، د هغه یو ویاند وايي، د تېرې ورځې د برید د پلټنو پایلو ته منتظر دي.

د اجرائیه ریاست د ویاند مرستیال جاوید فیصل وویل پاکستان دې د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه نه کوي، هغه د سولې د څلور اړخیزو ناستو په اړه وویل چې تراوسه یې نتجه نده ورکړې.

جاوید فیصل وویل "متاسفانه لا هم مو له دې پروسې نتجه نده اخېستې او دا پدې دلالت کوي، چې شریکان مو صادق ندي".

د ولسي جرګې غړو هم د تېرې ورځې برید ته تود غبرګون درلود، د پارلمان ځینې غړي وايي، سوله نتجه نه ورکوي او د وخت ضایع کول دي، ځینې خو لا دا هم وايي، چې پاکستان هیڅکله صادق ندی.

په ولسي جرګه کې د پکتیکا استازي محمود خان سلیمانخیل وویل د تېرې ورځې برید پاکستان نیت ښيي، چې نه غواړي سوله راشي، هغه وویل "افغانستان دې بدیل ولټوي".

د ولسي جرګې بل غړی شیرولي وردګ بیا وايي،" پاکستان په هیڅ کړنه کې صادق ندی".

د تېرې ورځې د پېښې په ځای کې ملکي وګړو ویل چې دوی نور له چاودنو ستړي شوي دي او سوله غواړي.

پرونی برید طالبانو وکړ، دغه برید کې په زیات شمېر ملکي وګړي هم ووژل شول.

د سیاسي چارو شنونکي پدې باور دي، چې دا برید د طالبانو له خوا د سولې د رد په معنی دی او پاکستان په څلور اړخیز چوکاټ کې افغان حکومت په ژمي کې بوخت ساتلی وو، خو حکومت بیا وايي ددې کال د جنګ لپاره یې هم تیاری نېولی دی

XS
SM
MD
LG