د لاس رسي وړ اتصالات

پالاو د امریکا نه غوښتي په هغه هیواد کې نظامي اډې جوړې کړې


د امریکا د دفاع وزیر مارک اسپر تیره اوونۍ پالاو ته تللی و.
د امریکا د دفاع وزیر مارک اسپر تیره اوونۍ پالاو ته تللی و.

د پالاو جمهور رئیس د امریکا د متحده ایالاتو نه غوښتي په هغه هیواد کې نظامي اډې جوړې کړي او هر وخت چې وغواړي ورتلی شي.

جمهور رئیس ټامي رمينګاسو په یو لیک چې د امریکا د دفاع وزیر مارک اسپر ته یې سپارلی لیکلي چې د امریکا د پوځ نه یې د هیواد غوښتنه ساده ده. په لیک کې لیکل شوې، " ګډې نظامي اډې جوړې کړئ او په منظمه توګه ترې کار واخلئ".

د پالاو جمهور رئیس ویلي: " زمونږ هیواد د امریکا د پوځ لپاره د ځمکنیو اډو، بندرونو او هوایي اډو کوربه توب ته چمتو دی. "

واشنګټن هم غواړي د آرام سمندر پدې ټاپو کې د چین د زیاتیدونکي اثر او رسوخ مخه ونیسي. د امریکا د دفاع وزیر مارک اسپر تیره اوونۍ دغه هیواد ته ورغلی و او په چین یې تور ولګاوه چې په سیمه کې د بې ثباتۍ فعالیتونه کوي.

د پالاو جمهور رئیس همدرانګه د امریکا د ساحلي ګارډ نه وغوښتل چې د دې هیواد د اوبو په خوندي سیمو کې ګزمې وکړي ځکه دغه کوچنی هیواد پخپلو اوبو کې د سمندري ژویو د نه ښکار کولو چارې نشي سمبالولی.

پالاو په آرام سمندر کې پروت وړوکی ټاپو دی چې ټول وګړي یې شاوخوا ۲۲ زره دي.

پالاو خپلواک دی خو هیڅ پوځ نلري.

د آزادې اتحادیې د تړون له مخې د دې هیواد د دفاع مسؤلیت د امریکا په غاړه دی خو امریکا پدې ټاپو کې په دوامداره توګه هیڅ نلري.

XS
SM
MD
LG