د لاس رسي وړ اتصالات

د بلاروس ولسمشر د اروپا د ترانزیت د بندولو ګواښ وکړ 


د ښاغلي لوکشېنکو پر ضد له هغه وروسته مظاهرې پیل شوې چې هغه په ټاکنو کې ګټونکی اعلان شو
د ښاغلي لوکشېنکو پر ضد له هغه وروسته مظاهرې پیل شوې چې هغه په ټاکنو کې ګټونکی اعلان شو

د بلاروس ولسمشر الکساندر لوکشېنکو ګواښ کړی دی که اروپایي ټولنې یې پر هېواد بندیزونه ولګول، هغوی به د بلاروس له منځ څخه اروپا ته غځېدلې ترانزیتې لارې وتړي.

نوموړي د لبنیاتو د یوې فابریکې د لیدلو پر مهال خبرداری ورکړ چې د بندیز لګولو په صورت کې به پر خپلو اروپایي ګاونډیانو باندې ټولې هغه ترانزیتې لارې بندوي چې د بلا روس له لارې روسیې ته صادرات کوي.

هغه وویل چې په دې صورت کې به د لیتوانیا پر ځای به له نورو لارو د بلاروس صادرات انتقال کړي.

ښاغلي لوکشېنکو وویل چې صربیا او لیتوانیا دا مهال چین او روسیې ته د بلاروس پر لار پروازونه کوي، خو په خبره یې که پر بلاروس بندیزونه ولګول شول، دوی به بیا د بالکان او تورې بحیرې له لارې تجارت وکړي.

نوموړي وویل چې د خپل هېواد نیم پوځ ته یې ویلي دي چې تیار دې وي. هغه د روسیې د ولسمشر پوتین دا خبره تائید کړه چې د دواړو هېوادونو پوځونه د لویدیځ د ممکنه تهدید په مقابل کې سره متحد کېدای شي.

ښاغلي لوکشېنکو وویل که هغوی (د ناټو ځواکونه) بیا هم کوم اقدام کوي، بیا ضروري ده چې یو ګډ ځواک وکاروو او د دغه ځواک مرکز به د بلاروس پوځ وي. هغه وویل «روسیه باید له موږ سره مرسته وکړي‌ او دغه حالت وڅاري.»

په بلاروس کې د ولسمشریزو ټاکنو د نتایجو له اعلان را وروسته له شاوخوا دریو اونیو راهېسې د ښاغلي لوکشېنکو پر ضد مظاهرې روانې دي.

د بلاروس د ټاکنو مرکزي کمېسون وايي‌ چې ولسمشر السکاندر لوکشېنکو ۸۰سلنه رایې ګټلې دي. د هغه سیاسي مخالفان وايي چې ولسمشر په ټاکنو کې درغلي کړې ده او غواړي چې خپل ۲۶-کلنه واکمني نوره هم وغځوي، خو هغه په خپله دا تورونه رد کړي دي.

لیتوانیا، پولنډ او لېتویا له اروپا څخه غوښتي دي چې د بلاروس پر ضد قوي اقدامات وکړي.

ولسمشرلوکشنېکو وايي‌ چې لویدیځ د هغه پر ضد دا مظاهرې پارولې او ننګه یې کوي.‌ نوموړی وايي‌ چې ناټو په همدغه پلمه خپل ځواکونه د بلاروس سرحدونو ته نژدې کړي دي، خو ایتلاف دا تورونه ردوي.

XS
SM
MD
LG