د لاس رسي وړ اتصالات

سرچينه: حماس به د اسرائیلو د ورانولو له تګلارې تیر شي


په عرب خلیج کې یوې سرچينې ویلي چې په فلسطین کې د حماس ډله له خپلې هغې اوږدې داعیې څخه لاس په سر شوی چې له مخې یې د اسرائیلو پر له منځه وړلو ټینګار کاوه.

سرچینې ویلي چې حماس به پخپلې نوې پالیسۍ کې چې د دوشنبې په ورځ یې [مي ۱] اعلانوي، د مصر له اخوان المسلمین ګوند سره خپل پیوستون هم ختم کړي.

د حماس ددغه دریځ هدف دادی چې له عرب هېوادونو او مصر سره چې اخوان المسلمین یوه ترهګره ډله بولي، خپلې اړیکې ښې کړي.

حماس په داسې وخت کې د اسرائیلو په باب د خپلې تګلارې د بدلولو تکل کړی چې په پام کې ده دوه ورځې وروسته د فلسطین جمهور رئیس محمود عباس په یوه رسمي سفر امریکا ته راشي.

حماس ډله چې په ۱۹۸۷ کال کې جوړه شوې له ۲۰۰۷ کال راپدېخوا نه یې له اسرائیلو سره درې ځلې جګړه کړې ده.

په ورته وخت کې د امریکا جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ رویترز خبري آژانس ته ویلي چې ممکن د روانې مې میاشتې په اوږدو کې له اسرائیلو څخه لیدنه وکړي.

ټرمپ ویلي چې هغه هیڅ داسې کوم دلیل نه ویني چې د اسرائیلو او فلسطینیانو ترمنځ دې سوله ونشي.

اسرائیل نه مني چې ګواکې حماس دې خپله تګلاره بدله کړې وي. د اسرائیلو موقف دادی چې حماس پدغو خبرو سره غواړي نړۍ ته ځان یوه منځلارې ډله وپیژني.

یو شمیر لودیځ هېوادونه حماس پدې دلیل یوه ترهګره ډله بولي چې تاوتریخوالي ته لمن وهي او د اسرئیلو شتون نه مني.

XS
SM
MD
LG