د لاس رسي وړ اتصالات

د اسرائیلو او فلسطینیانو شخړه؛ د غزې خبریال جنازه خاورو ته وسپارل شوه


دیرش کلن مرتجې د "عین میډیا" په نوم د یوې ټلویزیوني شبکې بنسټ اېښودونکی و.
دیرش کلن مرتجې د "عین میډیا" په نوم د یوې ټلویزیوني شبکې بنسټ اېښودونکی و.

په فلسطین کې د حماس ډلې د مشر اسماعیل هنیه په شمول سګونو کسانو د یوه مشهور فلسطیني خبریال د جنازې په مراسمو کې ګډون وکړ.

دغه خبریال چې یاسر مرتجې نومېده د جمعې په ورځ [د اپریل ۶] د اسرائیلو او فلسطین په سرحد کې د کار په وخت کې په ډزو ولګېد او مړ شو.

دیرش کلن مرتجې د "عین میډیا" په نوم د یوې ټلویزیوني شبکې بنسټ اېښودونکی و. دغې رسنۍ د بي بي سي او الجزیره شبکو لپاره مطبوعاتي رئپوټونه جوړ کړي دي.

اسرائیلو په ډزو کې ۹ فلسطینیان وژلي او شاخوا ۴۹۱ تنه یې زخمیان کړي دي. له تیرې اونۍ راپدې خوا د مړو شویو فلسطینیانو شمیر ۳۱ تنو ته رسیدلی دی.

د اسرائیلو پوځ وایې چې دوي یواځې پر هغو کسانو ډزې کړي دي چې پر عسکرو یې بریدونه کول. اسرائیل وایې چې د مرتجې د وژل کېدو په پر پېښې څېړنه کوي.


حماس چې له ۲۰۰۷ کال راپدې خوا پر غزې حکومت کوي او د اسرائیلو تباهي غواړي، د مي میاشتې تر ۱۵ نیټې پورې یې د پراخو مظاهرو غوښتنه کړې ده.

اسرائیلو له حماس څخه غوښتي دي چې د غزې د ۲ میلیونو خلکو ځورول بند کړي، وسله پر ځمکه کېږدي او له تشدد څخه لاس واخلي.

XS
SM
MD
LG