د لاس رسي وړ اتصالات

د غزې د روغتیا وزارت: په غزه کې د وژل شویو کسانو شمیر له ۲۵زرو څخه واوښت


د ۲۰۲۴ کال د جنورۍ په ۲۰ د اسپانیا په بارسولونا ښار کې د فلسطینیانو په ملاتړ مظاهره
د ۲۰۲۴ کال د جنورۍ په ۲۰ د اسپانیا په بارسولونا ښار کې د فلسطینیانو په ملاتړ مظاهره

د حماس تر کنترول لاندې د غزې د روغتیا وزارت د یکشنبې په ورځ جنورۍ ۲۱ (سلواغې اول) وویل چې د اسرائیل او حماس ترمنځ د څه دپاسه درې میاشتنۍ جګړې له امله د وژل شویو فلسطینیانو شمیر له ۲۵ زرو څخه اوښتی دی.

دغه وزارت وویل چې د اسرائیل او حماس ترمنځ په جګړه کې ۲۵۱۰۲ تنه وژل شوي او ۶۲۶۸۱ تنه نور ټپیان شوي دي.

دغه وزارت همداشان وايي، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۷۸ فلسطینیان وژل شوي او ۲۹۳ نور ټپیان شوي دي. د غزې د روغتیا وزارت دا شمیرې په خپلواکه توګه نه تائید او نه هم رد شوي دي.

د اسرائیل-فلسطین د دوو دولتونو د حل لار

دا پداسې حال کې دي چې د برتانیا د دفاع وزیر ګرانټ شاپس نن د یکشنبې په ورځ د سکای نیوز تلویزیوني شبکې ته وویل چې د فلسطین د دولت د جوړیدو سره د اسرائیل د صدراعظم بنیامین نتنیاهو مخالفت "مایوس کوونکی" دی.

شاپس وویل: "تر هغه چې تاسو د دوو دولتونو د حل لاره تعقیب نه کړئ، زه واقعا نه بل حل نه وینم."

نتنياهو د شنبې په ورځ جنورۍ ۲۰ (مرغومي ۳۰) وويل چې هغه به پر غزه "د اسرائیل د بشپړ کنټرول درلودلو پر سر جوړجاړی ونه کړي" او زیاته یې کړه چې "د فلسطیني دولت [جوړیدو] سره مخالف دی." نتنیاهو پدې توګه د متحده ایالاتو د ولسمشر جو بایډن هغه تبصره رد کړه چې ویلي یې دي، ''ابتکاري حل لاره کولی شي د فلسطین د دولت په اړه د مشرانو د نظرونو تر منځ پراخ واټنونه له منځه یوسي.''

بایډڼ د جمعې په ورځ په سپینه ماڼۍ کې پدې اړه خبریالانو ته وویل: ''د دوو دولتونو د حل لارې څو ډولونه شته. د ملګرو ملتونو یو شمیر غړي هیوادونه شته چې خپل پوځ نه لري.''

ددې پوښتنې په ځواب کې چې تر څو نتنیاهو واکمن وي د دوو دولتونو حل لاره ممکنه نده، بایډڼ وویل: ''نه داسې نده.''

سپینې ماڼۍ د دواړو هېوادونو د مشرانو تر منځ له ټیلیفوني خبرو وروسته ویلي چې ولسمشر بایډن لا هم په دې باور دی چې نتنیاهو ښايي په یو ډول د فلسطیني دولت له جوړیدو سره موافقه وکړي.

د اسرائیل د صدراعظم دفتر ويلي، چې له ولسمشر بایډن سره په ټيلېفوني خبرو کې نتنياهو يو ځل بيا د خپل حکومت پر تګلارې ټينګار کړی، چې د حماس له منځه وړلو وروسته بايد اسرائيل د غزې د تړانګې امنيت په لاس کې ولري چې ډاډ ترلاسه شي دغه سيمه نور د اسرائیل لپاره ګواښ نه پیښوي. دا پالیسي د یو دولت د جوړولو لپاره د فلسطینیانو له غوښتنې سره په ټکر کې ده.

د جګړې د دوام په اړه په اسرائیل کې دننه فشارونه

له بلې خوا د اسرائیل صدراعظم په کور دننه د مخ په زیاتیدونکي فشار سره مخامخ دی.

په غزه کې د حماس وسله والو لخوا د یرغمل شویو کسانو خپلوانو د شنبې په ورځ د هغه د کور مخې ته لاریون وکړ او د هغه له حکومت څخه یې وغوښتل چې د دوی د عزیزانو د خلاصون لپاره کوټلي ګامونه پورته کړي. دوی وايي ویره لري چې د پوځي فعالیتونو زیاتیدل د بندیانو ژوند له خطر سره مخامخ کوي.

په عین حال کې، د جګړې د دوام او بڼې په اړه چې اوس له دریو میاشتو اوښتې د اسرائیل په کابینه کې دننه نطریات سره ویشلي دي.

د اسرائیل د پوځ پخواني مشر ګادي ایزنکوټ چې د اسرائیل د جګړې د کابینې غړی دی ویلي دي چې اوربند د یرغمل شویو د خلاصون یوازینۍ لار ده. دا تبصره د اسرائیل په اوسنۍ ستراتیژۍ باندې د نیوکې معنی لري چې وایي د حماس وسله والو پر وړاندې د اسرائیل جګړه باید تر هغه روانه وي چې د حماس ډله له منځه نه وي وړل شوي.

نتنیاهو همداشان د خپل ښي اړخه واکمن ایتلاف د غړو لخوا تر فشار لاندې دی چې غواړي د حماس په وړاندې هر اړخیزه جګړه وشي، پداسې حال کې چې متحده ایالات چې د اسرائیل اصلي متحد دی، په غزه کې د زغم غوښتنه کوي.

د اسرائیل صدراعظم ویلي دي چې هغه به د حماس په وړاندې د "بشپړې بریا" پر لور حرکت ته دوام ورکړي، خو دا یې ندي ویلي چې دا بریا به څنګه ترلاسه کوي.

منتقدینو هغه تورن کړی چې د غزې لپاره د جګړې وروسته سناریو په اړه د کابینې په کچه د بحث مخه نیسي. دوی وايي نتنیاهو په خپل ایتلاف کې د کړکیچ د مخنیوي هڅه کوي.

د غزې په جګړه کې تر ټولو زیات ښځې ځپل شوي

د غزې کړکیچ په ځانګړې توګه پر ښځو ناوړه اغیز کړی. د غزې د روغتیا وزارت د راپور له مخې په د څه د پاسه ۲۵ زرو کسانو له جملې څخه چې په روانه جګړه کې وژل شوي ۷۰ سلنه یې ښځې او ماشومان دي. د جندر د برابرۍ او د ښځو او نجونو د پیاوړتیا لپاره د ملګرو ملتونو د دفتر د راپور له مخې چې د جمعې په ورځ خپور شو، په دې احصایه کې په هر ساعت کې د دوو میندو مړینه شامله ده.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي اجرائیوي مشرې سیما بحوث په یو بیان کې ویلي: "موږ یو ځل بیا ددې شاهد و چې ښځې او ماشومان د جګړې لومړی قرباني دي او د سولې لپاره زموږ دنده د دوی په اړه خپل فرض ادا کول دي."

دا رپوټ د اسوشیتید پرس، فرانس پرس او رویترز اژانسونو د رپوټونو په اساس جوړ شوی

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG