د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان کې د امنیت د انتقال لومړنی پړاو بشپړ شو


افغانستان کې د امنیت د انتقال لومړنی پړاو بشپړ شو
افغانستان کې د امنیت د انتقال لومړنی پړاو بشپړ شو

د شپږو ولایتونو او یا د ولایتونو د مرکزونو د امنیت ساتنې مسولیت له ناټو څخه افغان قواوو ته وسپارل شو. پنجشیر وروستی ولایت دی چې نن پکې د رسمي مراسمو په ترڅ کې افغان قواوو ته د امنیت ساتنې د مشرﺉ مسولیت ور وسپارل شو.

په هغو اوو سیمو کې چې د امنیت د انتقال د لومړي پړاو لپاره اعلان شوي کابل هم شامل دی خو چارواکي وايي په کابل کې به دغه ډول مراسم تر سره نشي.

د انتقال د بهیر د کمیسون رئیس اشرف غني وایې د کابل د ولسوالیو د امنیتي چارو د سپارلو لپاره ځکه ځانګړي مراسم ندي نیول شوي چې افغان ځواکونه لا د وړاندې د کابل امنیتي قومنده پخپل لاس کې لري.

د افغانستان د دفاع وزیر جنرال عبدالرحیم وردک وویل پنجشیر د امنیت د انتقال او خپلو چارو په سمبال کې نورو ولایتونو ته یوه بیلګه ده.

جمهور رییس حامد کرزي د وري په میاشت کې پنجشیر ولایت د هغو اوو سیمو په نوملړ کې اعلان کړ چې په روانه میاشت کښي به یې د امنیت مشري له بهرنو ځواکونو و افغان ځواکونو ته وسپارل شي.

که څه هم د هیواد په نورو سیمو خلک د ناټو د ځواکونو د وتلو په هکله ډیر اندیښمن دي خو په پنجشیر کې خلک د امنیت د انتقال بهیر ته په ښه سترګه ګوري. د پنجشیر اوسیدونکی د افغان پوځ ته د امنیتي مسولیتونه په اړه خپل نظر داسې څرګندوي.

"خلکو له مخه لا دلته امنیت په خپله ساتلی. دوي د پولیسو ترشا ولاړ دي، نو ځکه بهرنیو پوځیانو ته اړتیا نه شته"

"د بهرنیو ځواکونو شتوالي نه مثبته او نه کومه منفي اغیز لرله، ځکه چې خلکو له مخه لا د پولیسو ملاتړ کاوو. دوی له پولیسو سره ملګري دي او د خپل ځان او پنجشیر امنیت ساتلی شي"

"مونږ به ځانونه په خپله وساتو، زه فکر نه کوم چې د امنیت انتقال به په دې سیمه کې کوم توپیر را ولي. هو، زه ډیر خوشاله یم"

پنجشیر له ډېرې مودې راهیسې د امینت انتقال ته سترګي په لار وو. دا یواځنی ولایت دی چې هېڅ کله د طالبانو په لاس کې و نه لویدو او د پخوانې جهادي قومندان احمدشاه مسعود ټاټوبی دی، چې په کال ۲۰۰۱ کال کې د یو ځانمرکې برید په ترڅ کې ووژل شو. په پنجشیر کې پولیس وایی دوې ډیر غښتلي دي.

"پولیس ډیر زړه ور دي او هیڅ کله نه ستړي کیږي. امریکایان که دلته وي او که نه، پولیس به د خپل ولایت، خپلې سیمې او ناموس نه دفاع وکړي"

په داسې حال کې چې په ګاونډيو ولایتونو کاپیسا او نورستان کې یاغیان ډیر فعاله دي، په پنجشیر کې د پولیسو شمیره ټيټه ده. ویره دا ده که چیرې دغه ولایت په بشپړه توګه افغانانو ته وسپارل شي نو له ګاونډیو ولایتونو څخه به امنیتی ګواښونه ډیر شي. د پنجشیر د امنیې قومندان، محمد قسیم پیمان وایې دوې د پنجشیر د امنیت په ساتلو کې کومه ستونزه نلري.

"پنجشیر د څلورو خوا نا امنه ولایتونو سره پوله لري. مونږ د کورنیو چارو له وزارت څخه هیله لرو چې دلته د پولیسو شمیر ډیر کړي، تر څو وکولای شو له دغو څلورو ولایتونو سره خپلې پولې وتړو او پرې نږدو چې د افغانستان دښمنان دغه پولې د خپلو ګټو لپاره وکاروي، دې خواته را واوړي او خلکو ته زیان ورسوي"

که څه هم په پنجشیر کې ښه امنیت ددې سبب شوی وو چې ایساف خپل سرتیرې کم کړي، خو په وروستیو ورځو کې یوه افغان سرتیرې په دغه ولایت کې دوه بهرني سرتیرې ووژل. په یوه بله پېښه کې یو ایټالوی سیلانی هغه وخت ووژل شو کله چې له یوه ځايي اوسېدونکي سره ېې لفظی شخړه وشوه او خبره ډزو ته ورسېدله. د پنجشیر د والي مرستیال، عبدالرحمن کبیری واېي د دې ډول پیښو مخنوی نا ممکنه ده.

"هغه د والي د فتر، یا د امینتي چارواکو او یا د ولسوال د اجازې پرته، په پنجشیر کې یوې سیمې ته ولاړ او هلته یې په یوه ملکي کس ډزې وکړې. نو ځکه خلک را ټول شول او هغه یې وواژو. ددې ډول پېښو مخنیوی امکان نه لري. یواځي دلته نه بلکه په نورو هیوادونو کې هم پیښیداي شي"

له دغو پیښو څخه یوه پېښه هم د یاغیانو له فعالیت سره نه وه تړلې، او پولیس ددې ویاړ له خلکو سره خپلو ښو اړېکو او په سړکونو ټینګ امنیت ته ورکوي. د پنجشیر د امنیې قومندان وایی دوي په سیمې کې ټول موټرونه راجستر کوي تر څو د نا امنې مخه ونیسي.

د بامیان، مهترلام، لښکرهار، هرات او مزارشریف نه ورسته، پنجشیر شپږمه سیمه ده چې د امنیت چارې ېې افغان پوځ ته سپارل کیږي. ‌ ټاکل شوي ده چې د کابل امنیتي چارې به هم ډیر ژر افغان پولیسو او ملې اردو ته وسپارل شي.

XS
SM
MD
LG